د مسئولینو په خبره د چهارشنبې په ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د سولي په نوم د بایسکل ځغلوني لوبه ترسره سوه، چي د کندهار ښار د بیلابیلو سیمو څخه پکښي د بایسکل ځغلوني لوبغاړو ګډون کړی وو.
د دې سالیو یو تن ترتیب کوونکي زمري اکبري یاران ته وویل، چي د بایسکل ځغلوني دا لوبه د افغانستان د بایسکل ځغلوني ملي فدراسیون له لوري ترتیب سوې وه.
د اکبري په خبره، په دې سیالي کي په لسګونه لوبغاړو ګډون کړی وو، چي پکښي غوره مقام ګټونکو لوبغاړو ته د اُلمپيک بایسکلونه ورکړل سول.
اکبري زیاته کړه، چي د یادي لوبي څخه ئې موخه د سولي پیغام د کندهار ښار ټولو سیمو ته رسول دي.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کي د بایسکل ځغلوني ټولو لوبغاړو، مینوالو او مسئولینو د جنګ ښکیلو غاړو څخه د ژر اوربند غوښتنه وکړه.
مسئولین وايي، چي د سولي ترڅنګ د یادو سیالیو یوه بله موخه ئې دا وه، چي د بایسکل ځغلوني په دې برخه کي نوي ځوانان وروزل سي او غوره لوبغاړي وپېژندل سي.
د بایسکل ځغلوني لوبغاړي کندهار کي دا ډول سیالۍ خورا مهمي بولی، دوی د افغانستان د بایسکل ځغلوني ملي فدراسیون څخه دې ته ورته د نورو لوبو غوښتنه وکړه.