ښځینه وو ته؛ د داسې اخلاق لرونکو نارینه وو نه لیرې ګرځئ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: صادق طارق
نارینه او ښځینه خدای تعالی یو بل ته پيدا کړي او د دوی له ګډ ژوند پرته بشریت نیمګړی دی.
هر نارینه او هر ښځینه غواړي، چې د غوره اخلاقو او ښه شخصیت لرونکي مقابل لوري سره ګډ او خوشاله ژوند ولري.
دلته په دې لیکنه کې ښځینه وو ته د نارینه وو هغه نښې ښودل کیږي، چې د دوی اخلاقي کمزورتیا ورسره په ډاګه کیږي.
له ښځینه وو لوستونکو هیله لرو، چې خپلو ښځینه دوستانو ته دا لیکنه واستوي څو له بد اخلاقو نارینه وو سره یې د ژوند مزی ونه تړل شي او په جنجال وانه وړي.
بې مسولیته خلک
هغه نارینه، چې خپل کارونه په نویمه دقیقه کې ترسره کوي، ایډیال کس درته نه شي کیدای.
یا په دغه دقیقه کې خپل پورونه خلاصوي، یا په ځنډ درته رسیږي او په نورو ګڼو کارونو کې له ځانه بې مسولیتي ښيي.
دا ډول نارینه په خبرو کې چالاکه دي، ښې ژمنې کوي، لاپې یې زیاتې وي، خو عملاً چندان ښه خلک نه دي.
دوی اېله غولول کولای شي او تېرویستل، خو نتیجه یې ښه نه راوځي.
نو له بې مسولیته نارینه وو څخه لیرې اوسئ.
هغه چې زیات تظاهر کوي!
ځینې نارینه داسې دي، چې ظاهراً ځانونه ډېر ښه څرګندوي، خو په عمل کې هیڅ ښه نه دي.
دوی ستاسې هر ډول خبرو ته غوږ ږدي، سر خوځوي او غوسې مو زغمي.
له داسې خلکو څخه وېره په کار ده؛ ځکه طبیعي مخته نه درسره ځي.
د دوی له اجنډاوو او مغرضو موخو څخه ووېریږئ، دوی هر وخت امکان لري چې د خپلې موخې له پوره کیدو وروسته خپله اصلي څېره څرګنده او تاوان در واړوي.
تاسې د بشپړ سالم سړي په لټه مه اوسئ، ځکه ممکنه نه ده داسې څوک پيدا شي، چې سل فیصده په هرڅه کې درسره غاړه یوسي.
د دې پرځای داسې کس ولټوئ، چې حد اکثر مو په فکر او طبیعیت برابر وي.
که چا د سل سلنه همغږۍ تمثیل کاوه، پوه شئ، چې دا یې واقعي څېره نه ده او درته خطرناک تمامیږي.
هغوی چې مینه یې کاروبار وي!
ځینې کسان همدې ته کار وایي، چې مېن شي، یوه خپله کړي، بله پریږدي او په همدې ډول خپل ژوند مخته یوسي.
داسې کسان په نښه او ورنه ځان وساتئ.
ځکه هغه چې ستا لپاره بل څوک پریښودی شي، تا هم د بل چا لپاره پریښودی شي.
دغسې خلک رواني ستونزې لري، د لنډ مهالو موخو لپاره مو خپلوي، زړونه مو ماتوي او بیا درنه مخ اړوي.
نو دوی نه هم لیرې اوسئ.
هغوی چې پټ کارونه کوي!
ښځې له ښه مرغه په دې کې ماهره دي، چې پر پټو کارونو بوخت خلک زر او په اسانه وپېژني.
هغه نارینه، چې صداقت نه لري او تاسې نه ځینې شیان غواړي پټ کړي، ورنه پټ اوسئ او پټ ګرځئ.
د دوی پر صداقت او ریښتینولۍ تل شک کیدای شي، څومره چې کولای شئ، ورنه لیرې اوسئ.
دروغجن نارینه
ضرور نه ده، چې نارینه دې سل فیصده ریښتیا درته ووایي او تل دې دروغو نه لیرې وي.
خو دا مه هېروئ، چې هغه باید دروغو ته کار ونه وایي او دروغجن نه وي.
هیله ده زموږ مطلب مو سم اخیستی وي، داسې څوک کیدای شي په اوسنۍ نړۍ کې بیخي نه وي، چې هیڅ دروغ ونه وایي.
د داسې نارینه وو د لرلو تمه تاسې هم مه کوئ، مګر داسې نارینه وو نه هم لیرې ګرځئ، چې دروغ ویل یې همېشنی کار و عادت وي.
دوی که کوچني ـ کوچني خو همېشني دروغونه درته وایي؛ د لویو دروغو چانس هم نه خرابوي او که وخت یې و، په لویو بلاوو مو اړوي.
خیانتکاره نارینه
خیانت هم مختلف ډولونه لري، یو تصادفي یا څنګزن خیانتونه دي او بل عادتي او همېشني خیانتونه.
که ستاسې مقابل لوری(نارینه) په تصادفي خیانتونو تورن وي، یا تاسې دقیق معلومات ورڅخه لرئ، ګوزاره ورسره کیدای شي.
خو که پوهیږئ چې تاسې سره د ژوند پیلولو وروسته یې هم خیانت کړی او بیا ـ بیا یې کړی، بیا نو لاره ورڅخه بېلول ضرور وي.
له خیانت کوونکو سره ژوند هیڅ ممکن او د ګوزارې وړ نه دی.
هغوی چې حسد کوي!
حسد کول، حتا که ستاسې د لرلو لپاره هم په افراطي سطحه وي، تاوان درته پېښوي او له ترسره کوونکي سره یې وخت نه تېریږي.
هغه نارینه، چې په دې برخه کې زیات مشهور او یا عملاً تاسې ته ثابت دي، چې دغسې کوي، فاصله ترې ونیسئ.
کله دا زیات حسد کول، یا هرکله تاسې ته د نورو د نه نیږدې کیدو احساس په دې مانا وي، چې هغه ستاسې په سر چا سره حسد نه لري؛ بلکې پر تاسې یې باور نشته.
نو داسې خلکو سره هم ګوزاره نه شي.
ماشومانه خویونه
د ماشومانه خویونو بحث لوی دی، خو هرڅوک ورته خپل تعبیر او تفسیر لري.
په هغو نارینه وو، چې پوهیږئ دغه خویونه لرئ، زیات باور نه دی په کار.
دوی تاسې سره په اړیکه کې هم دغه خویونه که نن نه وي، سبا کوي او زړه درماتوي.
نو له ماشوم خویه نارینه وو هم لیرې اوسئ.