لس خطرناک خلک، چې باید ترې لرې اوسئ!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: نسیمه محمدي
زمونږ په ژوند کې تل استرس زېږوونکي عوامل شتون لري. د دې لپاره چې ښه مقابله مو کړي وي باید خطرناک او استرس پاروونکي کسان له خپل ژوند لرې کړو. زمونږ د پرمختګ لپاره پر لومړیتوبونو تمرکز ډېر ګټور دی. مګر لومړی باید دا کسان وپېژنو.
۱: ځان غوښتونکي خلک
ځینې وختونه غرور یو اخلاقي فضیلت ګڼل کېږي. مګر متکبر اوسېدل یعنې له ځان پرستۍ مالامال یئ او فکر کوئ، چې له نورو غوره یئ. د هغو خلکو تر څنګ اوسېدل چې تاسې سره محترمانه رفتار نلري او تل تاسې رټي او ګواښي کولای شي ستاسې د شخصي پرمختګ لپاره د زهرو په څېر وي.
۲: حسود خلک
دا خلک دا چې تاسې په سختو شرایطو کې اوسئ خوشحاله وي او ستاسې بریا هغوی غمجنوي. هغوی په دې آند دي چې ستاسې په نسبت دوی ډېر د بریالیتوب حقدار دي. کېدای شي تاسې دا خلک خپل ملاتړي او بریا ته د رسېدو لپاره ملګري وګڼئ، خو حسود خلک ترجېح ورکوي ستاسې د تواضع او عقلمندتوب په وړاندې د کرکې اظهار وکړي. دا ډول خلک باید په هر قیمت چې وي له ځانه لرې کړئ.
۳: متظاهر خلک
دا خلک ستاسې د خوښیو د شېبو ملګري دي. کله چې د هغوی مرستې ته اړتیا لرئ ستاسې تر څنګ نه وي. نشو کولی په هغوی تکیه وکړو. هر څه ژر دا ځانګړنه په هغوی کې وپېژنئ او د دې روابطو لپاره حد او حدود وټاکئ.
۴: شاته تلونکي خلک
دا خلک ستاسې د پرمختګ په لارکې خنډونه او ستونزې جوړوي او تاسې تېرو عادتونو ته ګرځوي. هغوی غواړي تاسې خپل پخواني موقعیت ته لاړ شئ او راکد اوسئ. د دې کسانو پېژندل ممکن ګران وي، دوی تل ستاسې د ژوند نه جلا کېدونکي خلک وي او کېدای شي د دوی نادیده نیول ستاسې لپاره سخت وي. مګر غوره او ښه ده هغوی خبر کړئ او یادونه ورته وکړئ، چې بریالتوبونه څومره تاسې ته مهم دي. که هغوی ستاسې سره جوړ رانشي کولای شئ خپله لاره له دوی جلا کړئ.
۵: قضاوت ګر خلک
هېڅ څه  هېڅکله هم د قضاوت ګرو خلکو په نظر ښه نه وي، هغوی په دې باور دي، چې زیاتره خلک باید د هڅونې پر ځای ورټل شي او تل پرې انتقاد وشي. حتی کله چې نیتونه ښه وي او تاسې غواړئ خپله اصلي انګېزه هغوی ته وپوهوئ، تاسې ته به غوږ ونه نیسي. هغوی ګټور معاشران نه دي ځکه ښه اورېدونکي نه دي. د دوې له منفي خبرو لرې اوسئ.
۶: کنترولوونکي خلک
دا کسان د نورو په کنترولولو میَن دي. هغوی خوښوي تاسې د هغوی د فرمان منونکي اوسئ. هغوی کولای شي د دوکې، بد جنسۍ او مکارۍ، سره تاسې اړ کړي، چې د هغوی غوښتنې عملي کړئ. د دې ډول خلکو څخه ځان ساتل کولای شي ستاسې لپاره تر ټولو غوره ټاکنه اوسي ځکه تاسې نشئ کولای هغوی قانع کړئ یا د هغوی کړه وړه اصلاح کړئ.
۷: دروغجن خلک
سمه ده ځینې دروغ معمولي او بعضې دروغ بې ضرره وي، مګر هغه خلک چې په منظم ډول او تل دروغ وایي کولای شي تاسې نابود کړي. تاسې باید د پرمختګ کولو لپاره د اعتماد وړ کسان په خپل شاوخوا کې ولرئ، هغه کسان چې ستاسې ملاتړ کوي او تاسې ته صادقانه او منصفانه فکرونه او انګېزې وړاندې کوي.
۸: آوازه خپروونکي خلک
دوی امین خلک نه دي او حقایق بر عکس نورو ته وړاندې کوي او اطلاعاتو ته بدلون ورکوي. هغوی غواړي نور دوی ومني او تصدیق یې کړي، نو له همدې امله هڅه کوي د آوازو سره د نورو پاملرنه ځان ته جلب کړي. کله چې غواړئ شته ستونزې د دې ډول خلکو په مرسته حل کړئ غوره حللاره دا ده ، چې هغوی له خپل ژوند وشړئ، ځکه هغوی د سرطاني تومورونو په څېر دي.
۹: مزاحم( ځوروونکي) خلک
دا کسان یواځې د دې لپاره، چې له تاسې تغذیه وکړي ستاسې په ژوند کې شتون لري. پر ځینو حالاتو کې، د ګټې اخېستنې وړ ګرځېدل ګټور دي، نه کله چې د یو انګل په وسیله وي. د دې کسانو نیت یوازې شخصي ګټه اخېستل دي. په هر قیمت چې وي دا خلک باید نادیده ونیول شي.
۱۰: هغه خلک چې ځان قرباني ښایي
دا خلک هېڅلکه مسؤولیت منونکي نه دي. هغوی تل د انتقاد ګوته د نورو په لور نیسي او هېڅکله خپله تېروتنه نه مني. د هغوی عکس العمل کېدای شي ستاسې د بریا لپاره زیان رسووونکي وي. غوره کار د دوی له لاسه خلاصېدل او له ژوند څخه د دوی خذفول دي.
سرچینه: beytoote.com