ځوانان:کرکيټ بورډ د سويلي حوزې سره توپيري چلند کوي!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابر حميدي
د کندهار د کرکيټ لوبغاړي او ددې ولایت د مدني ټولنو غړي وایي کرکيټ بورډ د کندهار، زابل، روزګان او هلمند سره له کلونو راهيسي توپيريز چلند کوي، او ددې حوزې هيڅ لوبغاړی يې تر اوسه په ملي ټيم کي نه دی لوبولی.

دوی د سې شنبې په ورځ د کندهار د پرېس کلب مخته په يو اعتراضیه لاريون کي د هېواد کرکيټ بورډ په فساد او توپيريز چلند تورن کړ او ګواښ ئې وکړ، که له سويلي حوزې سره د کرکيټ په برخه کي روان وضعیت پای ته ونه رسيږي د يادي ادارې په وړاندي به؛ په نورو مدني خوځښتونو هم لاس پوري کړي.

دوی په کورنیو سياليو کي د سويلي حوزې (بُست) د لوبډلي لوبغاړي منير احمد کاکړ په وړاندي د کرکيټ بورډ لخوا روان چلند، چي کاکړ يې د کرکيټ پرېښودلو اړه کړی هم وغندی.

په سوېل کي د کرکيټ بورډ ادارې استازی احمد ضيا د کرکيت لوبغاړو يادي ادعاوي نه ردوي او نه یې هم تائيدوي، خو وایي يادي ستونزي له خپل مرکزي دفتر سره شريکوي.

د هېواد کرکيت بورډ ادارې تر اوسه د سويلي زون د کرکيټرانو د اعتراض په اړه خپل دريځ نه دی څرګند کړی، خو د کرکيټ بورډ مشر فرهان يوسفزي پر خپله فسبوک پاڼه ليکلي، چي منير کاکړ تکړه او ځوان لوبغاړی دی، چي د افغانستان او بنګلدېش د الف لوبډلو سیاليو کې د کيچ د مېسولو له امله د غوراوي کمېټي ګوښه کړ، چي راتلونکي ايمرجینګ جام سياليو کې به بيا ولوبيږي.