پاکستان د بنګله دېش ښځینه لوبډلي څخه شل اووریز سریز وګټی!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
د پاکستان او بنګله دېش ښځینه کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې لومړۍ او دوهمه شل آوریزه لوبه دواړي پاکستان وګټلې او وار له مخي ئې دا لړۍ خپله کړه.
د دې دوو ښځینه ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل آوریزه لوبه د تیري شنبې په ورځ ترسره سوه، چي کوربه پاکستان په ۱۴ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه.
دوهمه شل آوریزه لوبه ئې بیا پرون دوشنبه ترسره سوه، چي یو ځلي بیا پاکستانۍ لوبډله وتوانېده، چي په ۱۵ منډو توپير بریا خپله کړي او د بنګله دېش ښځینه لوبډلي څخه دا لړۍ وګټي.

په یاده لوبه کي لومړی پاکستان توپوهنه وکړه.
پاکستان په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکی.
د پاکستان لپاره بیسماح معروف ۷۰، جاویرا خان ۵۲، سیدرا امین ۱۹ او عالیې ریاض بیا ۱۰ منډي جوړي کړې.
د پاکستان دوې لوبغاړي جهانرا عالم او یوه لوبغاړې بیا لاتا مونډال وسوځلې.

وروسته چي کله د بنګله دېش ښځینه لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوې، په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډي جوړي کړې او په دې سره ئې په ۱۵ منډو توپير د پاکستان څخه ماته وخوړه.
د بنګله دېش لپاره بیا سنجیدا اسلام ۴۵، پارګانا هوکي ۳۰، سلطانې ۲۱ او موندال ۱۷ منډي جوړي کړې.
د بنګله دېش ۳ لوبغاړي بیا سنجیدا اقبال، خو سنا میر، انام امیر او داینا بیګ بیا د بنګله دېش یوه ـ یوه ښځینه لوبغاړي وسوځولې.

په دې سره د پاکستان او بنګله دېش ښځینه ملي لوبډلو ترمنځ د دې ۳ شل آوریزه سیالیو لړۍ اوس پاکستان ۲ پر ۰ خپله کړې، خو د لړۍ وروستۍ شل آوریزه لوبه ئې بیا سبا چهارشنبه ترسره کیږي.