د مستو او کورکمن سره د مخ د ځوانکو او داغونو درملنه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: نسیمه محمدي
د ځوانکو تر رغېدو او ښه کېدو وروسته ځینې وختونه له هغو څخه داغونه پر ځای پاتېږي، چې کورنۍ درملنې او سنتي طب څخه ګټه اخېستل د ځوانکو د داغونو په لمنځه وړلو کې فوق العاده ښه اغېز لري.
د ځوانکو او داغونو کورنۍ درملنه
تقریبا هر وګړي د ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه یو ځل ځوانکې او دانې تجربه کړي دي. ځینې کسان بیا له دې حالت ډېر کړېږي. مګر د ځینو نسخو سره کولای شئ دا حالت کنترول کړئ. مستې یو له هغه محصولاتو څخه دي، چې د ټولو د لاسرسي وړ او منظم کارول یې د ځوانکو د داغونو د لمنځه تللو سره مرسته کوي. په دې برخه کې یې د کارولو د طریقې په اړه درته وایو.
مساژ
د لږ اندازه مستوسره مخ پوښ کړئ او څو دقیقې یې مساژ کړئ وروسته یې د هر ډول وینځونکو موادو پرته  له اوبو سره ووینځئ او ویده شئ.
ماسک
په یوه لوښي کې لږې مستې او نیمه قاشقه د کورکمن پوډر ګډ او دا مخلوط په منظم ډول په مخ ووهئ.
له مستو سره د مخ د لکو درملنه
د یوې قاشقې مستو سره د نخودو اوړه اضافه کړئ تر څو خیشته شوو اوړو ته ورته مخلوط تر لاسه شي دا مخلوط یواځې په ځوانکو ووهئ او پرېږدئ چې وچ شي همداسې ویده شئ او سهار مو مخ په اوبو ووینځئ.
د پوستکي لپاره د مستو ګټې
مستې له زېنک، کلسیم، لکتیک اسید او سالمو غوړو څخه بډایه ماده ده، چې د پوستکي ګونځې، دانې، د پوستکې خشکي کموي او مرطوب یې ساتي. په مستو کې د طبیعي اسید شتون د باکتریاوو څخه رامنځته شویو دانو درملنه کوي او د ورځني ژوند له امله د استرس او خفګان نښې پاکوي او پوستکی نرم، با انرژي او ځوان ساتي.
سرچینه: نمناک