ژباړه: نسیمه محمدي
خفګان، زر مخه لرونکې ناروغي ده، چې د ودې په حال کې هېوادونو، لکه زمونږ هېواد کې، پېچېدلی حقیقت لري داسې چې خُلقي نښې یې، بې اشتهایي، بې انګېزېتوب، بې خوبي، د پوچۍ احساس او مرګ ته لېوالتیا معمولاً د جسمي علایمو وروسته څرګندېږي.
د جسمي علایمو څخه چې معمولا وګړي ورته ژر متوجه کېږي کولای شو د کمزورۍ احساس یا د مفصلونو دردونو څخه د دې ناروغۍ اړوند یادونه وکړو. ناروغ د کمزورۍ له شکایت یا تیت او پرک مفصلي دردونو یا حتی د وینې فشار له آفت سره روغتیا پال ته مراجعه کوي، مګر په بشپړه څېړنه کې څرګندېږي ناروغ غمجن دی.
طبیعي ده، چې ضعفیت ته ورته شکایت څخه د خفګان تشخیص ته رسېدل، د ډېری روغتیا پالانو لپاره، چندانې ساده چاره نده او ځینې وختونه ناروغ د بېلابېلو درملو اخېستلو او آزمایښتونو تر سره کولو وروسته تازه د ناروغۍ علت ته متوجه کېږي او ډېری وختونه د ناروغۍ له پرمختګ وروسته د درملنې په لټه کې کېږي.
خو پوښتنه دلته داده، چې د خفګان اصلي لامل څوک دی؟. جنېټک یا چاپېریال. ولې دې پوښتنې ته نشو کولای قانع کوونکی ځواب ووایو، ځکه جنېټک او چاپېریال له یو بل سره لاس په لاس، ناروغي هغه ځای ته رسوي چې نوم یې خفګان دی.
نشو کولی له یو طرف څخه فقر، بېکاري، طلاق او صعب العلاجه ناروغۍ هېڅ وګڼو او له بل پلوه، باید ووایو چې د کانکولامین کمښت په سیناپس عصبي سلولونونو کې د دې ناروغانو سره، یو قطعي امر دی، یعنې د همدې کمښتونو په جبرانېدو سره، د غمجن ناروغ ستونزه حلېږي.
دقیقاً د یوه وږي شخص په څېر چې فریاد کوي،« زه خواړه غواړم» په خفګان اخته ناروغ مغز فریاد کوي، چې « زه سوځېدل غواړم» او سوځېدل یې سروتونین دي.
له منفي افکارو او ګوښه نشینۍ ډډه، سالمه تغذیه، ورزش او خوځښت، د کاغذ پر مخ د خپلو احساساتو لیکل، له خدای سره د خپلې اړیکې پیاوړي کول د هغو لارو چارو څخه عبارت دي، چې روان پوهان یې د خفګان د مخنیوي لپاره په خفګان اخته ناروغانو ته سپارښتنه کوي.