ژباړه: نسیمه محمدي
له سینګار پرته هم ښکلي کېدل ممکن دي. شپږ ساده لارې چارې دلته تاسې ته درپېژنو، چې نور د سینګار توکو ته اړتیا ونلرئ.
آیا پوهېدئ د ښکلي کېدو لپاره، بېلابېل ډوله سینګار توکو ته اړتیا نشته؟ یو لړ ټکي او قوانین شتون لري، چې په عملي کولو سره له پوډرو او سینګار توکو پرته، ښکلي او جذاب اوسئ. له مونږ سره اوسئ.
ډېری مېرمنې د آرایشي موادو څخه د ښکلا او جذابیت زیاتولو لپاره کار اخلي. البته ځینې وختونه آرایشي موادو ته لاسرسی ممکن نه وي او کېدای شي ستاسې لپاره هم په زړه پورې وي پوه شئ ساده لارې چارې شته، چې له سینګار پرته خپله ښکلا وساتئ.
معمولا له سینګار پرته مخ کې وريځي ډېر د پاموړ وي. وريځي مو د مخ د فرم مطابق ټولې کړئ او د اړتیا په صورت کې له رنګ یا د نکریزو له رنګ څخه د وریځو رنګولو لپاره ګټه واخلئ. د وريځو او وېښتو رنګ باید سره متناسب وي. د وریځو د ودې او پیاوړتیا لپاره د کرچکو له غوړو او وېټامین A څخه ګټه واخلئ. له څو اونیو تېرېدو وروسته به د خپلو وریځو بدلون ته متوجه شئ.
۱: له مرطوب او لندو دستمالونو څخه کار اخېستل د پوستکي د اضافي غوړ له منځه تللو سبب، چې له امله به مو څېره ځوانه او تازه ښکاري.
۲: که غواړئ ګلابي او روښانه څېره ولرئ، وړانديز کوو په آرامۍ له اننګو څکونډکه واخلئ، تر څو مو رنګ صورتي شي.
۳: که احساس کوئ شونډې مو وچې شوي او خپل همېشنی جذابیت یې له لاسه ورکړئ، لږ مرطوب کوونکی کریم پرې ووهئ.
۴: لوړ او جګ باڼه د ښکلا یو مهم ټکی دی. د لاس ګوتې مو په اوبو لندې او په بڼو کش او بڼو ته حالت ورکړئ.
۵: که غواړئ شونډې مو ښکلی رنګ ولري او وینه په کې جریان ومومي، د ۲۵ ثانیو لپاره شونډو ته ګاز ورکړئ.
۶: د واسلین معجزه له یاده مه باسئ. کولای شئ لږ څه واسلین په اننګو وموښئ تر څو د هایلایټ په څېر عمل وکړي. حتی وړانډیز کوو یوه اندازه واسلین د کاکاو له پوډرو سره ګډ کړئ او په وريځو یې ووهئ، ښکلی رنګ به مو یې خوښ شي.
د پوستکي متخصصین په دې باور دي، چې روزانه باید له دوه ځلي ډېر مخ ونه وینځل شي. غوره ده دا کړنه له خوب وړاندې تر سره کړئ. سهار شیدې، مرطوب کوونکي یا یخ وکاروئ. پوستکی مو ډېر مه مښئ، ځکه پوستکي ته زیان رسېږي. اونۍ کې یو ځل ماسک وکاروئ او که پوستکی مو حساس نه وي د مخ پاکوونکو موادو څخه ګټه واخلئ.