عبدالعظیم بدخشي آذربایجاني سیال ته ماته ورکړه.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي تېره شپه وتوانېد، چي د آذربایجان هیواد خورا تکړه سیال ناک اوټ کړي.

دا لوبه د SLFC په سازمان کي ترسره سوه، چي دا سازمان د افغانستان د آزادي مبارزې له سازمانونو څخه یو سازمان دئ.
د دې سازمان لوبي د شب نبرد په نوم ترسره کیږي، چي تېره شپه ئې نهم پړاو وو.
د دې سیالیو په نهم پړاو کي د افغانستان، بلاورس او آذربایجان هیواد تکړه لوبغاړي یو د بل په وړاندي سره ولوبېدل.
د شب نبرد په پرونیو لوبو کي افغاني لوبغاړي د بلاروس او آذربایجاني لوبغاړو په وړاندي میدان ته کښته سول، چي د مینوالو د هڅوني او د کوربتوب له امله ئې بریاوي خپلي کړې.
د یادو سیالیو له ډلي یوه هم د عبدالعظیم بدخشي او د آذربایجان هیواد تکړه لوبغاړي بختیار رزیمانوی ترمنځ وه، چي افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د لوبي په دوهم میدان کي د یوې ټیټي ضربې له امله ناک اوټ کړ او د یادي لوبي ګټونکی اعلان سو.

په بله لوبه کي بیا بل افغان لوبغاړی اسماعیل حیدري د بلاروسي سیال سره ولوبېد، چي په یاده لوبه کي حیدري خپل بلاروسی سیال ناک اوټ کړ او بریا ئې خپله کړه.
په نورو دوو لوبو کي بیا افغانان یو د بل په وړاندي ولوبېدل، چي عبدالاحد فاروقي ـ شفیق عزیزي ته او توریالي ملکزاده بیا ربیع امامزاده ته ماته ورکړه.

د شب نبر په نوم د آزادي مبارزې دا لوبي په هرو دوو میاشتو کي د SLFC سازمان له لوري په کابل کي ترسره کیږي.