ليکنه: صابرحميدي
د تیري چهارشنبې په ورځ د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي لوبډلمشر لیونل میسي شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ.
دا جایزه هغه لوبغاړي ته ورکول کیږي، چي په خپل لیګ کي ئې تر نورو ټولو لوبغاړو ډېر ګولونه لګولي وي.
دا شپږم ځل دئ، چي لیونل میسي د سرو زور بوټ خپلوي تر دې مخکي میسي دا جایزه په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلنو کي ترلاسه کړې ده.
د فوټبال په نړۍ کي میسي لومړنی لوبغاړی سو، چي ۶ ځلي دا جایزه خپلوي.
تر میسي وروسته د نړۍ بل وتلي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو ۴ ځلي په ۲۰۰۸، ۲۰۱۱، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلنو کي دا جایزه خپله کړې.
کله چي میسي شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ، له هغه وروسته ئې د مارکا سایټ سره مرکه وکړه، چي موږ ئې دلته د مرکې مهمي او جالیبي خبري درته راخلو:
خبریال: کریسټیانو رونالډو او زلاتان ابراهیمویچ ډېر د خپلو ځانونو په اړه ږغیږي، ته د خپل ځان په اړه نه ږغیرې، ته خپله د یوه لوبغاړي په توګه خپل ځان څنګه وینې؟
میسي: زه دې ته ترجیع ورکوم، چي نور خلګ زما په اړه خبري وکړي، پوهیږم څنګه لوبغاړی یم، چي څنګه کارونه کوم او کوم کارونه باید وکړم، آما دا د ځان سره ساتم. وروسته خلګ کولای سي نظر ورکړي. دا مي نده خوښه چي د ځان په اړه وږغېږم او د ځان صفت خلګو ته وکړم، زه یوازي د خپلي لوبډلي په اړه ږغیږم.
خبریال: تاسو څه احساس کوي، آیا د وخت په تېرېدو سره به پرمختګ وکړې؟
میسي: نه پوهیږم دا هر څه په شرایطو پوري اړه لري، اوس خو دادی زه مخ پر پرمختګ روان یم او د سرو زرو توپونه ترلاسه کوم، خو په دې نه پوهیږم، چي په راتلونکي کي به څه پېښ سي.
خبریال: ایا پوهیږې، چي تر کومه وخته به فوټبال وکړې؟
میسي: د وخت په تېرېدو سره دې موضوع ته متوجه کیږم. زه لومړی کس یم متوجع کیږم، چي دې مرحلې ته رسېدلی یم او نور نسم کولای چي ادامه ورکړم. د وخت په تېرېدو سره دا موضوع هتمن راځي.
خبریال: د پخوانۍ او اوسنۍ بارسلونا توپیر په څه کي دئ؟
میسي: په حقیقت کي اوس په لوبډله کي نوي لوبغاړي راغلي او یوازي درې او یا هم څلور لوبغاړي پخواني دي، چي په بارسلونا کي راسره لوبیږي. هر کال چي په لوبډله کي نوي لوبغاړي راځي لوبډلي ته نوې بڼه ورکوي.
خبریال: رونالډو هرکله تاسو ته نصیحت کوي، چي د بارسلونا څخه جلا سه او د لالیګا لیګ پر ځای یو بل لیګ انتخاب کړه، دې موضوع ته څه ارزښت ورکوې؟
میسي: هر څوک د خپلو هدفونو په لټه کي دئ. ما تر اوسه د بارسلونا لوبډلي پرته هیڅ غوره لوبډله نده لیدلې، چي زه دي ځني جلا سم. دلته د تمرینونو او لوبو څخه خوند اخلم. په بارسلونا ښار کي د ژوند څخه خوند اخلم. بارسلونا له خپله ځانه ډېره پوره ده او همېشه مي په دې کلب کي مشخص هدفونه درلودلي دي.
خبریال: دا چي د اُروپا په تېر پړاو کي دي د غوره لوبغاړي جایزه نکړه ترلاسه څه نظر لرې؟
میسي: زه هیڅکله د فردي امتیازاتو غوښتنه نه کوم، همېشه مي فکر او ټول تمرکز پر لوبډله دئ. که چیري کومي جایزې ماته راکول کیږي، ډېر خوښ کیږم، خو که را نه کول سي، نو ارزښت راته نلري.