په ښځینه وو او نارينه وو کې د احساساتو تفاوت!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په ښځو او نرانو کي د احساساتو څرګندول خورا توپیر لري. په ننني مطلب کي غواړو چي د دوئ د احساساتو څرګندولو په اړه درسره معلومات شریک کړو.
د نرانو ژړا هم د ښځو په شان خپل دلایل لري خو ولي ویل کېږي چي نر باید و نه ژاړي؟ آیا د نارينه وو د نه ژړلو په اړه علمي دلایل هم سته او که…؟ لاندي به ئې جواب وګورئ.
د نر ژړا باید همېشه پټه وي؛ نر باید و نه ژاړي. دغه هغه ډېري آشنا جملې دي چي ډېری نارينه وو او هلکانو اورېدلي دي. اوس په دې باندي پوهېده غواړو چي آیا رښتیا باید نارينه و نه ژاړي او یا دا چي د نارينه وو ژړل کوم ممنوعیت نه لري. د ترسره سوو څېړنو له مخي یو نر هم د یوې ښځي په اندازه خورا پېچلي احساسات لري، خو همداسې پټ له ځان سره ساتي. ویل کېږي چي احساسات همېشه د ښځو له خصوصیاتو شمېرل کېږي، خو نارينه هم د دوئ په شان احساساتیان کېږي او ورته عاطفي تجربې له ځانو څخه ښيي.
د ۵۰۰ زرو بالغو کسانو د عاطفي هوښ او ذکاوت په ارتباط یوه څېړنه کي دا ثابته سوه چي د نارينه وو عاطفي هوښ د ښځینه وو په اندازه دئ. هغه څېړني او مطالعات چي پر جوړو باندي ترسره سوي دي دا ښيي چي نارینه هم د ښځو په اندازه د دوئ د ماینوګانو د سټریس او فشار له اندازې سره هماهنګ دي او په همدې اندازه له هغوی څخه پر حمایت او ملاتړ باندي توانا دي.
لیکوال او ارواپوه ډاکټر کلمن وايي: د نارينه وو په ژوند کي احساسات پټ او د ښځینه وو په هغه کي ښکاره دي. د تستوسترون هورمون د نارینه وو پر احساساتو باندي اغېز ښندي او سبب کېږي چي هغوی لا ډېر منطقي تفکر وکړي. ولي ښځي طبیعتاً له خپلو عواطفو سره سروکار لري، په داسي حال کي چي نارینه باید پر دغه قضیه باندي کار وکړي او که دغه کار وکړي، شرایط کاملاً آماده کېږي. دوئ به خوشحالي اړیکي او یو نېکمرغه ژوند ولري.
ولي ډېری نارينه د احساسي له نظره کمزوري دي؟
دا د نارينه وو د مغز کوتاهي ده. د روغتیا د مطالعاتو نړیوال مرکز رئیس، ډاکټر ډیویډ پاول وايي: د نارينه وو د مغز جوړښت متفاوت دئ. هغه تشرېح ورکوي چي په ښځو کي د مغز چپه نیمه کُره د منطق ځای، او راسته نیمه کُره د عواطفو او احساساتو ځای پیاوړي دي، په ښځو کي د دوو نیمو کُرو ارتباط یوې لويي او پراخي جادې ته ورته دئ، نو په همدې آساس کولای سي چي په آسانۍ سره د دغو دوو نیمو کُرو ترمنځ حرکت وکړي. خو په نارینه وو کي دغه ارتباط د یوې کوچنۍ او فرعي جادې په شان دئ چي دا ددې سبب کېږي چي زموږ نارینه وو له پاره احساساتو ته لاسرسی دوندي آسانه نه وي.
په بېلابېلو فرهنګونو کي د ۱۲۵ مورده مطالعاتو پایلي ښيي چي نارينه او هلکان همېشه د بدن په حرکاتو، د بڼي په حالت او د آواز په لحن کي د پټو غیرکلامي پيغامونو په تفسیرولو او تعبیرولو کي خورا لږ دقت لري. همدارنګه د احساساتو په وړاندي د نارینه وو غبرګون کمزوری دئ او هم ډېر ژر هغوی هېروي. په هغه څېړنه کي چي د استانفورډ په پوهنتون کي ترسره سوه، له ناراحته کوونکو یا تکان ورکوونکو صحنو عکسونه د ښځو په مغز کي د پراخي برخي د تحریک سبب وګرځېدل. له درو اوونیو وروسته ښځو د نارينه وو په پرتله د دغو عکسونو په باره کي خورا زیات جزئیات درلودل. په همدې خاطر څېړونکو ګمان کوي چي یوه ښځه کېدای سي د یوې کوچنۍ شخړي یا بې پروايۍ په خاطر چي مېړه ئې ډېر وخت کېږي هغه هېره کړې ده هم دغسي ناراحته او عصباني اوسي.
هلکان په یو کلنۍ کي د نجونو په پرتله کم د سترګو تماس نیسي او د انسانانو د څېرو په نسبت متحرکو شیانو ته لکه موټر او نور… ډېره توجه کوي. مورګاني او پلرونه دواړه له خپلو هلکانو سره د عواطفو او احساساتو په باره کي لږ خبري کوي (مګر له خښم پرته)، او د هلکانو د لغاتو په ذخیره کي ډېر کم شمېر کلمات په احساساتو پوري اړوندېږي.
په لوړ عمر کي نارينه له کمو کلماتو استفاده کوي او په ټولنه کي د خپل موقعیت لوړولو له پاره په مجلس کولو پوهېږي، برعکس ښځي دي چي نورو ته د نژدې کېدو له پاره له هغوی سره خبري پیلوي. نارينه حتی د خپلو دوستانو سره د خبرو پر مهال هم د پلور، ورزش، موټر یا کمپیوټر په اړه د اطلاعاتو او معلوماتو د تبادلې په حال کي دي.
ولي نارينه یودم غُسه کېږي؛ اور آخلي؟
که ښځي هم د نارينه وو په اندازه عصباني کېږي، خو خښم او غُسه کېدل همدارنګه د نارينه وو یوه ځانګړنه حسابېږي. لیکوال او ارواپوه ډاکټر کنث ډیلیو کریسټین وايي: خښم ځکه رامنځ ته کېږي چي شخص د خپلو احساساتو د سرکوبولو په خاطر د ډېري شدیدي نهیلۍ او نااُمیدۍ قرباني کېږي ځکه خو نارينه همدا قرباني ورکوي، ځکه بېرېږي چي که لږ هم خپلو احساساتو ته ارزښت ورکړي نور ئې نو کنټرول له واکه وزي.