ژباړه: نسیمه محمدي
د کوم هېواد وګړو د نړۍ بې خوبه وګړي وایي؟؟
د اسپوتنېک راپور د Evening News څېړنو پر بنسټ وایي، له ۶۰ سلنه زیات ځوانان، چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې زېږېدلي په کافي اندازه خوب نه لري؛ سر بېره پر دې دا وګړي د نړۍ د بې خوبه خلکو له ډلې شمېرل کېږي.
د دې وګړو د خوب منځنۍ کچه له ۷ ساعتونو څخه کمه ده؛ سربېره پردې، له۶۰ سلنه ډېر ځوانان یې په ویده کېدو کې ستونزه لري او نېژدې ۱۳ سلنه نور یې په بشپړه توګه په بې خوبۍ اخته دي.
دې څېړنو ښودلې، نیم ساعت وخت ته اړتیا ده چې د چین ۳۱ سلنه ځوانان خوب یوسي؛ همدارنګه د دې هېواد ۹ سلنه ځوان وګړي، د دې لپاره چې خوب یې یوسي خوب راوړونکي درمل کاروي.
د چیني وګړو د ویده کېدو په طریقه تر سره شوې څېړنې ښايي، چې تقریباً د دې هېواد ۳۱ سلنه له نیمې شپې وروسته ویده کېږي او سهار ژر ویښېږي.
سر بېره پر دې، د دې هېواد ۱۷.۵ سلنه ځوانان سپک خوب لري، چې ژر ويده کېږي او ژر بېرته ویښېږي.
څېړونکي پر دې باور دي، د خوب اختلاطات په آلزایمر او ژور خفګان ناروغیو د اخته کېدو ستر لاملونه دي؛ په کافي اندازه خوب کولای شي له مغز څخه ساتنه وکړي او په ناروغیو د اخته کېدو خطر کم کړي.
روغتیایي کارپوهان باور لري، یو اصلي او اړین ټکی چې باید د ښه خوب لرلو لپاره رعایت شي، دا دي چې د خوب په کوټه کې باید په هېڅ ډول ځینې چارې لکه مطالعه کول، موسیقي اورېدل، رادیو اورېدل، ټلوېزیون کتل، له لپ ټاپ څخه کار اخېستل، موبایل او…… تر سره نشي.