فګاتو، اېټالیایي خواړه!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نسیمه محمدي
فګاتو یو ډول اېټالیایي خواړه دي، چې له ځيګر څخه چمتو کېږي او د ونیز ښار پورې تړاو لري.
مونږ او تاسې ډېری وختونه ځیګر د کباب په ډول پخوو، خو نور خوندور خواړه هم له ځیګر څخه چمتو کولی شو. یو له دې خوندورو خوړو څخه فګاتو دی. دا یو ډول اېټالیايي په زړه پورې او مزه دار خواړه دي.
اړین توکي:

  • د پسه ځیګر: یو دانه
  • پیاز: ۴ دانې
  • کوچ: ۵۰ ګرامه
  • د زیتون غوړي: د ډوډۍ خوړلو ۳ قاشقې
  • مالګه، کورکمن او مرچ د اړتیا په اندازه
  • مرخیړي: ۱۰۰ ګرامه
  • سرکه: ۲ قاشقې
  • ګشنیز: ۲ قاشقې

د پخولو طریقه:
ځیګر پاک ووینځئ او د چوړکۍ څوکې سره یې کلک او نری پوستکی لرې کړئ. وروسته یې په برابره اندازو او نری، نری پرې کړئ.
د فګاتو د خوندورتوب راز هم ډېر پیاز دي. پیاز خلالي او نازک پرې کړئ.
د تبۍ پر مخ درې قاشقې د زیتونو غوړي وڅڅوئ. کله چې غوړي سره شول، کوچ ور زیات کړئ. د کوچو له ویلي کېدو وروسته پیاز اضافه کړئ. پیاز په آرامۍ سره تفت کړئ، چې نرم شي.
کله چې پیاز سره شول، د تبۍ څخه یې ټول کړئ او ځیګر د سره کولو لپاره په تبه واچوئ. لږه مالګه، کورکمن او مرچ پرې وشیندئ او ځیګر تفت کړئ. ځیګر باید په تېز اور تفت شي، چې اوبه پرېنږدي. د ځیګر دواړه خواوې باید تفت شي او وورسته یې له تبۍ لرې کړئ.
د ځیګر او پیازو په څېر ، پاڼه، پاڼه شوي مرخیړي هم په تبۍ سره او تفت کړئ، تر څو نرم شي. وروسته له هغې، سور شوی ځیګر او پیاز هم ورسره ګډ کړئ.
وروسته هم سرکه، ګشنیز او که خوښېږي مو یو دانه تروش لیمو هم په موادو اضافه او ښه سره ګډ کړئ.
دا اېټالیایي خواړه کولای شئ د خوسکي له ځیګر چمتو او پوخ کړئ.
اېټالیایان دا خواړه د مساله لرونکو کچالو او پاستا سره هم خوري.
کولای شئ دا خواړه د ترکاريو له بېلابېلو ډولونو سره نوش جان کړئ او له ښه طعم څخه یې خوند واخلئ.