فوټبال: ریال ماډریډ ـ ګراناډا ته سخته ماته ورکړه!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صابرحميدي
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۸مي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه ریال ماډریډ د ګراناډا فوټبال لوبډلي کوربتوب په سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي وکړ، چي ریال ماډریډ ۴ ګولونه پر ۲ ګراناډا ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره کریم بنزما په ۲مه، هازارډ په ۴۵تمه، لوکاموډریچ په ۶۱تمه او جیمز بیا په ۹۰یمه دقیقه کي ګولوهني ترسره کړې.
د ګراناډا لپاره بیا ماچیز په ۶۹تمه او ډوارټي بیا په ۷۷یمه دقیقه کي ګولونه ولګول.
gettyimages 1173853644 1024x1024 فوټبال: ریال ماډریډ ـ ګراناډا ته سخته ماته ورکړه!
ریال ماډریډ په دې بریا سره خپلي نمرې د اسپانیا لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي ۱۸ ته پورته کړې.
د دې لیګ په نورو لوبو کي پرون شنبه لوانتې ۲ ګولونه پر ۱ لګانس ته، والینسیا ۲ ګولونه پر ۱ ډیپورټیو آلاوز ته او اوساسونا بیا ۲ ګولونه پر ۱ ویاریال ته ماته ورکړه.
نن یکشنبه بیا د لالیګا لیګ په نورو مهمو لوبو کي ماپښين ۲:۳۰ بجې مالورکا د اسپانیول سره، ماپښین ۴:۳۰ بجې سلتاویګو د اتلاتیک بلباوو سره، ماښام ۶:۳۰ بجې ریال والاډولیډ د اتلاتیک ماډریډ سره، ماخستن ۹ بجې ریال سوسیداد د ختافې سره او نن یکشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې بیا بارسلونا د سویا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
hi res 426f3eb8772146501c4a3ed0abb1be1d crop exact فوټبال: ریال ماډریډ ـ ګراناډا ته سخته ماته ورکړه!
دا لیګ د اسپانیا په بیلابیلو ښارونو کي هر کال د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د دې لیګ تېر پړاو اتلولي بارسولنا خپله کړې وه.