ژباړه: نسیمه محمدي
آلمانیان له سیاسي او اقتصادي پلوه د اروپا په مرکز کې موقعیت لري. دا هېواد له روسیې وروسته ګڼ نفوس لرونکې هېواد شمېرل کېږي او له ۸۱ میلیونو څخه زیات وګړي په دې هېواد کې اوسېږي.د آلمان اقتصاد د اروپا په کچه تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه د پنځم ستر اقتصاد درلودونکی دی.
په داسې حال کې چې د آلمان هېواد اغېز په ګاونډیو هېوادونو لکه بلجیم، چک جمهوریت، ډنمارک، فرانسه، لوګزامبورګ، هالند، سویس او لهستان هېوادونو د یادونې وړ دی، خو دې ټولو فرهنګونو په بېلابېلو کچو نني آلمان ته بڼه ورکړې. ۹۱،۵٪ وګړي یې آلمانیان او ترکان یې دویم لوی قوم دی، پاتې وګړي، یونانیان، روسان، اېټالیایان، لهستانیان، کروات او اسپانویان دي.
ارزښتونه
آلمانیان جوړښت، حریم او دقت ته په ډېر ارزښت قایل دي. دوی ټینګار، زیار او سخت کار کولو ته غېږه ورکړې او د قطار پر وخت حرکت، ډېر ټینګار کوي. کله چې آلمانیان وکولای شي خپله نړۍ په کوچنیو برخو وویشي او چارې د خپل کنترول تر وس راولي د ډېرې هوساینې احساس کوي او دې ته په پام سره، د وخت مدیریت په دې هېواد کې ډېر ارزښت لري. تاریخ، خپرونې، او غونډې په دې هېواد کې ځانګړی درناوی لري.
آلمانیان ډېر کسب پلوه وګړي دي دقت د ژوند په ټولو برخو کې کاروي. هغوی حتی تېروتنه د ټوکې او شوخۍ په ډول هم نه مني او ډېر لږ له یو څه تعریف او ستاینه کوي. کېدای شي په لومړۍ لیدنه کې د هغوی کتل غېر دوستانه ښکاره شي، مګر د ټولنیز حس، ټولنیزه پوهه او ټولنیزو اړیکو ته لېوالتیا د پام وړ ده.
مذهب او ژبه
د دې هېواد اصلي ژبه آلماني ده او له ۹۰٪ زیات وګړي په دې مورنۍ ژبه خبرې کوي. په ختیځه برخه کې، یو شمېر وګړي په صربي ژبه غږېږي او ډنمارک ته نېږدې، د دې هېواد کلمې او خبرې اورېدل کېږي. روماني، ترکي او کردي هم د آلمان اقلیت کې دي. مسیحیت د دې هېواد رسمي مذهب دی او تر ۷۰٪ زیات وګړي، ځانونه د دې مذهب پېروان ګڼي. دا شمېر د ۲۴ میلیونه کاتولیک هم شامل دي. ۳،۷٪ وګړي یې مسلمانان او ۲۸،۳٪ بې دینه او یا د نورو ادیانو پېروان دي.
خواړه
آلمانیان په سالمو او بډایه خوړو میَن دي. د دې هېواد هره سیمه خپل ځانګړي سنتي خواړه لري. د آلماني خوړو په ډله کې غوښه ډېر مینه وال لري او زیاتره سنتي خواړه له غوښې چمتو کېږي. برات ورست Brat wurst یو ډول سوسیس( ماشین شوې غوښه او د سویا اوړه) دي، چې له آلماني خوړو سره نېږدې اړیکه لري. کرم، چغندر او شلغم د خوښې وړ خوړو په پخولو کې کارول کېږي. همدارنګه کچالو او کرم د دې هېواد د پخلي ستوري ګڼل کېږي.
وګړي
فرهنګ یواځې تعامل او د یو هېواد د وګړو د ظاهر په معنا ندی. سر بېره پر دې فرهنګ، د تفکربڼې، لاسته راونو او نوښتي هنرونو ته هم وایي. آلمان د نړۍ د کلاسیکې موسېقۍ د برخې سندر غاړي لکه باخ، موتزارت، بتهوون،برامس، داګنر او ماهلر تر اوسه ژوندي دي. سره له دې چې آلمانیان له دقت او انجینرۍ سره ډېره لېوالتیا لري، چاپي قوي آثار، لرګینه او ډبرینه حکاکي په یادګار پرې ایښي. د ټولو تاریخي دورو لکه رمانسک، ګوتېک، کلاسیک، باروک، رکوکو او رنسانس معنارۍ نښې لیدلای شئ. دا سبکونه په جامع کلیساګانو، کلاګانو او عمومي ودانیو کې د لیدلو او پلټنې وړ دي.
د کار فرهنګ
نظم او ترتیب سره لېوالتیا د آلمانیانو په سوداګریز ژوند کې هم ریښې غځولي. سوپرایز یا ټوکې ټکالې له هر کلي سره نه مخ کېږي. هر څه له وړاندې پلان شوي او پرېکړې له مخکې نیول شوې او معمولا وروسته له هغې چې سلا وشی بدلون ډېر نادر دی. انجینران په آلمانۍ ټولنه کې ځانګړی مقام لري او دا چاره د آلمان د موټر جوړولو په صنعت کې لیدلای شو. کارکوونکي په ټولو برخو کې د وړتیا او سخت زیار او کوښښ له امله له سخت قضاوت وروسته ټاکل کېږي. له همکارانو او بهرنیانو سره اړیکې تل مستقیمې وي او له سیاست څخه کار نه اخلي.
د آلمان هېواد په اړه په زړه پوري ټکي
- آلمانیانو نظم، حریم او وخت پېژندنه ځانګړی ارزښت لري او ناڅاپي د یو چا کورته تلل بې ادبي ګڼل کېږي.
- سپما، زیار او کوښښ او ټولو وګړو ته درناوی د آلمانیانو له نورو ښو عادتونو څخه ګڼل کېږي.
- زیاتره د لیدلو او خدای پامانۍ پر وخت لاس ورکوي.
- د کوربه مېرمنې څخه وړاندې په څوکۍ کېناستل مؤدبانه کړنه نده او د ډوډۍ خوړلو پر وخت مو باید دواړه لاسونه پر مېز ایښي وي.
- د ادب په رعایتولو، خپل ټول خواړه وخورئ او په پای کې قاشقه او پنجه یو د بل تر څنګ کېږدئ.
- کله چې د یو آلماني کورته په ډېر ټینګار بلل کېږئ کوربه مېرمنې ته کوچنۍ ډالۍ چمتو کړئ. د لویو مېلمستیاوو لپاره یوه ورځ وړاندې یا وروسته د کوربه لپاره ګلان ولېږئ. هېڅکله ۱۳ شاخې ګلان د چا لپاره مه لېږئ، ځکه بد قدمه یې ګڼي.
- آلمانیان د لویانو او د درناوي وړ کسانو لکه خپل ډاکټر یا ښوونکي لپاره درېږي.
- د نړۍ د تاریخ ستر فیلسوفان لکه کانت، هګل، شوپنهاور،نېچه او هاید ګر آلمانیان ول.
- د انسولین کشف، د کلارېنت( یو ډول بادي ساز) کشف، جېبي ساعت، د حساب اتومات ماشین، پارافین، د ډیزلي ماشینونو او LCD کشف په آلمان کې وشو.
- د اولم Ulm جامع کلیسا د نړۍ تر ټولو لوړه او جامع کلیسا ده، چې ۱۶۱ متره لوړوالی لري.
- د قطار تر ټولو سترتمځای په ۲۰۰۶ کال په آلمان کې پرانېستل شو.
- د اروپا مرکزي بانک په آلمان هېواد کې موقعیت لري.