په افغانستان کې دا خلکو ته عیب ښکاري، خو هم انساني او هم اسلامي ضرورت دا دی، چې په کور کې له خپلو مېرمنو سره کارونه ووېشو او لاسنیوی یې وکړو.
لکه څنګه، چې ښځینه کولای شي د دندې یا کورنیو اقتصادي فعالیتونو په کولو سره د خپل ژوند ملګري لاسنیوی وکړي؛ همداسې نارینه کولای شي چې د کور کارونو کې له مېرمنې سره مرسته وکړي.
دې کار ته ممکن ستاسې مېرمنې هیڅ اړتیا ونه لري، خو دا کار به ستاسې او د مېرمنې ترمنځ صمیمیت زیات او ژوند لا رنګین کړي.
په افغانستان او حتا نورو هېوادونو کې په دودیز لحاظ نارینه فکر کوي، چې ښځو سره د مرستې له کبله به د ښځې غلام، د هغې پر وړاندې کمزوری، بې ارادې او یا بې غیرته ښکاره شي.
خو متمدن ارزښتونه بیا وایي، چې نارینه باید خپل غیرت د ښځو پر وړاندې له مهموالي سره ونه ګڼي؛ بلکې دوی سره مرسته او د دوی زیات خوشالول باید غیرت حساب کړي.
څو مهم ټکي
اوس به پوښتنه ولاړه شوې وي، چې څنګه نارینه او مېرمنه یې کور کې کارونه سره تقسیم او خپل صمیمیت زیات کړي.
په دې برخه کې څومره چې نارینه ته د اخلاص ضرورت دی، هغومره مېرمنې ته د صمیمیت او احترام ضرورت شته.
مېرمنې ته لازمه ده، چې د ژوند ملګري سره د کوم ماشوم په شان چلند ونه کړي، چې د کور په کارونو کې د مرستې پر وخت شور ماشور پرې جوړ کړي.
همدا شان نه باید د صمیمیت فضا سره خرابه کړي. ګډ کار باید د اړیکو ښه کیدو سبب شي، نه دا چې اړیکې او صمیمیت یې خراب شي.
که نارینه یو کار وکړي او مېرمنه یې بیا هغه کار ترسره یا اصلاح کړي، دا به د نارینه د زړه بدیدو سبب وګرځي.
مېرمنې دې نه هېروي، چې د ژوند ملګری یې هیڅ کار د مېرمنې په شان نه شي کولای، نو ځکه باید د کار په کمیو یې سترګې پټې کړي، یا یې په داسې بڼه د اصلاح خبره وکړي، چې نارینه یې بده ونه ګڼي.
د کور کارونو کې که د نارینه د مرستې هیڅ اړتیا هم نه وي، کول یې په دې ضرور دي، چې اولادونه ورڅخه الهام واخلي او مسولیت منونکي شي.
د اولادونو روزنه
ټولو نه مهمه موضوع، چې نارینه باید له مېرمنې سره فوق العاده همکاري پکې ولري، هغه د اولادونو غوره روزنه ده.
نارینه باید د اولاد روزنې لپاره کافي وخت بېل کړي او په دې برخه کې مېرمنې ته پوره اوږه ورکړي.
د اولاد روزلو لپاره باید هر نارینه خپله تګلاره ولري.پر دې فکر وکړي، چې څنګه اولاد غواړي ولري او هغسې هدف ته د رسیدو لپاره څه باید وکړي؟
نارینه دې په یاد ولري، چې هر ماشوم ته خپل پلار د اتل حیثیت لري، د هغه پر پل پل ایښودل غواړي او هغه څه کوي، چې پلار یې کوي یا ور ښيي، چې ویې کړي.