توره زیره، څه ګټې لري؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: نسیمه محمدي
د تورې زیرې د ګټې اخېستلو برخه  د دې بوټي هماغه مېوه ده، چې په دویم کال کې د بوټي له بېخه اېستلو وروسته شنه، او مېوه نیسي او سرطان په میاشت کې ترې حاصل اخېستل کېږي.
دا زیره د زیرې، تورې زیرې، رومي زیري، شاه زیره او داسې نورو نومونو یادېږي.
توره زیره دوه کلن بوټې دی چې جګوالی یې نېژدې دېرش تر اتیا ساتني مترو پورې رسېږي، ریښه یې سیده او دوک ته ورته غوښنه ده او ډنډر یې صاف دي او پاڼې یې د ډنډر په پورتنۍ برخه کې د لنډ دمبرګ سره نښلي، چې وروستۍ برخه یې د غلاف په ډول پوښي. ګلان یې واړه او سپين رنګ لري او مېوه یې بیضوي بڼه او رنګ یې قهوه یې یا توربخن ژېړ رنګ ته ورته دی.
د تورې زیرې کیمیاوي ترکیب
توره زیره د تانن( د بوټو یو ډول سریښناکه ماده، چې د ناروغیو لپاره کارول کېږي)، موم، شین رنګه غوړي، قندي مواد، دي هایدروکاروئول لرونکي ده.
د تورې زیرې خواص او اغېز
توره زيره ګرم او وچ خاصیت لري.
توره زیره ادرار ډېروونکې، د باد ضد، مغذي، شیدې ډېروونکې، میاشتې عادت ناروغۍ جاري کوونکي، انرژي بښوونکي، د چینجو ضد، هضموونکې، د تشنج ضد، قابض، خوله کوونکې، د معدې پیاوړې کوونکې او د سپرم کموونکی خاصیت لري.
توره زيره د هوا بلعې، د نس باد، بد هضمي، د خوړو نرموونکی، د ماشومانو نس درد، د معدې او کولمو وایروسونو، د بډوډو او مثانې باد، نفس تنګي، وېره او اصطراب، هټکي او پرنجي د لرې کولو لپاره کارول کېږي.
توره زیره، د بد هضمۍ او نس درد ځانګړي درمل دي.
د تورې زیرې یا یې د غوړو خوړل د هاضمې خرابوالي او د ماشومانو د نس درد لپاره ګټور دي.
توره زیره رګونو ته د انبساط ورکولو له امله د میاشتني عادت ناروغۍ دردونو کمولو لپاره هم ګټه لري.
بدن قوي او چاغوي. معده ګرمه او غښتلې کوي او د تنیا چینجی له منځه وړي. د نس او کولمو د باد له جوړېدو او نس ناستې په برخه کې د پاموړ اغېز کوي.
د هاضمې سیستم ټنبلۍ، بې اشتهایې، د کولمو درد، د میاشتنۍ ناروغۍ دردونو ښه والي او باد لرې کولو لپاره ۱-۲ ګرامه میده شوې توره زیره په نیم لیتر اوبو کې جوش او وڅښئ. د دې تر څنګ یې دانې ژولی شئ او میده شوی یې له اوبو سره وخورئ.
دا بوټی د میکروب ضد خاصیت لرونکی، د چینجو ضد، د عضلو د شخ یا سست پاتې کېدو لپاره ګټور،قوي او انرژي بښونکي دی؛ له همدې امله د یادو شویو ستونزو لپاره توصیه کېږي.