ماشوم روزنه یو له لویو ستونزو څخه ده، چې په کورني ژوند کې میندې او پلرونه ورسره مخ دي.
د دې لپاره، چې دا ستونزې مو حل شي، د ماشوم ارواپوهنې له مخې یو شمېر مشورې درسره شریکوو.
هیله ده په ژوند کې یې وکاروئ او کورنی ژوند مو پرې خوشاله کړئ.
مه ژاړه!
ماشومانو ته مو د ژړا پر وخت یې مه وایئ، چې مه ژاړه.
دا خبره هغه نور هم ژړیدو او تاسې سره ضد ته تشویقوي.
ماشوم/ ماشومه فکر کوي، چې ضد یې په ګټه دی او تاسې یې له ژړا ځوریږئ.
هغه هم ضد کوي، ژاړي، نور هم ماغزه درخوري او هم مو نارامه کوي.
نو ښه ده، چې د (مه ژاړه) ویلو پرځای ورته یوه بله ارامونکې خبره وکړئ.
ماته غوږشه!
دا خبره هم د ماشومانو د ضد سبب کیږي.
مه ورته وایئ، چې درته غوږ شي، هغه نور هم ضد زیاتوي، غوږ نه نیسي، یا ژاړي، یا درنه تښتي، یا یو شی درنه غواړي او خبرې ته مو غوږ نه ږدي.
د دې کلیمې پرځای هم یوه بله وکاروئ. یا ورته د لوبو او مصروفیت کوم شی وړاندې کړئ.
مه کوه!
دا هم ماشومان ضدي کوي، یو کار چې نه غواړئ وکړي، هماغه کوي.
دې کلیمې سره هم احتیاط کوئ، یوه بله داسې خبره ورته وکړئ، چې پام یې بدل شي او ضد یې ونه پاروي.
د دې پرځای چې ورته وایئ: هسې مه ځه، ورته ووایئ: ته لاړشه هلته کینه.
دې خبرې سره هغه هسې هم برعکس چلند کوي، هلته چې نه غواړئ لاړشي، په دې ډول نه ځي او کرار کیني.
خبره مه بدلوئ
ماشومان هغه وخت نور هم نارامي زیاتوي، چې تاسې په یوې خبرې پسې بله ورته وکړئ.
مثلاً: یو ځل ورته وایئ: شیدې وڅښه!
بیا وایئ: دا چای وڅښه!
او بیا: راشه چې چکر درکړم!
ماشوم سره که زیات ضد نه وي په کار، زیاته نرمي او د خبرو بدلول هم نه دي په کار!
نهیلِ کیږئ مه!
په دې نهیلي کیږئ مه، چې ماشوم مو هره خبره نه اوري او نه عملي کوي.
دا د ماشومانو د هوښیارۍ یوه نښه ده، چې زیاته شوخي او سرزوري کوي.
تاسې د هغوی د کنټرول او نرمولو کوشش وکړئ، خو په نه کامیابۍ پرې مه نهیلي کیږئ.
هڅه وکړئ، چې د ماشوم ذکاوت او هوښیاري درنه زیانمنه نه شي.
د دې پرځای ښه ده، چې هوښیاري او ذکاوت یې نور هم پياوړی شي.
تاسې په هیڅ صورت ماشوم سره تونده او زشته رویه مه کوئ، چې روحیه یې مړه نه شي.
ماشومان په شوخۍ ښه ښکاري، تاسې یې په کنټرول او مهارولو.
نه هغوی نه د شوخۍ حق اخلئ او نه یې له کنټرولولو ځان ناخبره ساتئ.