د وزن له لاسه ورکول؛ په دې ډول کور کې ډنګر شئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د وزن زیادښت په نړیواله کچه د انسانانو یوه عامه ستونزه ده.
زیات خلک زیات وخت پردې فکر کوي، چې څنګه خپل وزن کم او په دې ډول د اندام ښکلي کولو ترڅنګ ځان له ګڼو ناروغیو وساتي.
دلته هغه مشورې شریکوو، چې عملي کول یې اسانه او ستاسې وزن کمیدو ته زیات ګټور دي.
پروتین وکاروئ
د وزن کمولو لپاره پروتین لرونکي خواړه وخورئ.
ګټه یې دا ده،چې پروتین کارول ستاسې د وجود اضافي کالري سوزوي، د مړښت احساس درکوي او د زیات خوارک اشتها درڅخه اخلي.
په دې برخه کې تاکید دی، چې د سهارنۍ پر وخت هګۍ حتماً وخورئ.
د ډوډۍ د وقفو منځ کې خوراک کوئ
حتمي نه ده، چې پوره درې وخته خوراک وکړئ او ښه ډېر یې وکړئ.
کیدای شي درې وخته خوراک ونه کړئ، له دې پرته یو بل مهالوېش درته جوړ کړئ، هر څو ساعته پس لږ څه وخورئ، چې لوږه حس نه کړئ او ورسره د مړښت احساس ولرئ.
په دغو وقفه یي خوراکونو کې مستې، مېوې، د چرګ هګۍ او نور شیان خوړی شئ.
خواږه لږ خورئ
د خوږو شیانو لږ خوراک زیاته ګټه درته کوي. هڅه وکړئ، چې بوره او نور خواږه لږ وکاروئ، ځکه چې د وزن د زیاتیدو سبب ګرځي او نورې ناروغۍ هم درته پيدا کوي.
اوبه زیاتې څښئ
د اوبو زیات څښل د مړښت احساس درکوي او نه پریږدي، چې لوږه حس کړئ.
اوبه د وجود اضافي کالري هم سیزي، هم مو د وجود یوه لویه برخه اړتیاوې له جانبي عوارضو پرته پخپلو موادو پوره کوي او هم مو د وجود مختلف سیستمونه فعالوي.
ترخه قهوه څښئ
قهوه هم د وزن کمولو او ستاسې موړ ساتلو لپاره ګټور څښاک دی.
قهوه څښئ، خو بې خوږو یې څښئ او مه پریږدئ، چې زیات خوږښت یې تاسې ته د ګټې پرځای تاوان ورسوي.
نوشابې مه څښئ
له نوشابو څخه هدف پیپسي، انرژي او ورته نور مشروبات دي.
دا ستاسې د وجود کالري زیاتوي او نور زیانونه هم درته لري.
څومره چې کیدای شي، دا څښاک کم، حتا بیخي در باندې بند کړئ.
نورې سپارښتنې:
ـ شین چای له خوږو پرته زیات څښئ.
ـ تازه مېوه او سبزیجات زیات وکاروئ.
ـ په وړو کاسو او لوښو کې درته خواړه واچوئ.
ـ ډوډۍ مو ورو، ورو خورئ، چې په دې ډول لږ خوراک وکړئ.
ـ خواړه مو ترخه کړئ، البته که دا کار نور تاوان نه در رسوي.
ـ کافي خوب وکړئ، دې سره مو اشتها کمیږي او وزن کمیږي.
ـله ډوډۍ خوړلو وروسته غاښونه برس کړئ.
ـ ورزش تر ټولو مهم اصل دی، مه یې هېروئ، سخت ورزشونه وکړئ.