لیکنه: صابرحميدي
د آرجنټاین هیواد فوټبال ملي لوبډلي او د بارسلونا فوټبال کلب تکړه لوبغاړی او لوبډلمشر یوه میاشت نور د خوږ له امله نسي لوبېدای.
لیونل میسي، چي د لالیګا لیګ د لومړۍ او دوهمي اونۍ لوبي د خوږ له امله له لاسه ورکړې، داسي خبرونه خپرېده، چي د راتلونکي اونۍ لوبي ته به چمتو وي.
خو پرون چهارشنبه د بارسلونا ځایي رسنیو خبر خپور کړ، چي د هغه خوږ جدي دئ او یوه میاشت به نور د هر ډول لوبو څخه لیري وي.
د بارسلونا ټیم لوبډلمشر د یوې اونۍ را پدې خوا ځاني تمرینونه پیل کړي وه، چي وروسته ئې یو ځلي بیا د خوږ په ځای کي مشکل پیداکړی.
د نړۍ دا وتلی فوټبالر د رواني اګسټ میاشتي له پیله په تمرینونو کي په راسته پښه کي زخمي سو.
هغه اوس د یاد خوږ له امله د بارسلونا کلب سره پنځه لوبي د لالیګا او دوې لوبي بیا د خپل هیواد آرجنټاین سره له لاسه ورکړې.
هغه پنځه لوبي چي لیونل میسي په خپل کلب بارسلونا کي له لاسه ورکړې، هغه د بارسلونا لوبه د اوساسانو په وړاندي، د والینسیا، ګراناډا، ویاریال او ختافې په وړاندي دي.
او هغه دوې لوبي چي ئې بیا په ملي لوبډله کي له لاسه ورکړې، هغه آرجنټاین د چیلي او مکسیکو په وړاندي دي.
په یادو اوه واړه لوبو کي به دا وتلی فوټبالر ونه لوبیږي.