میندو ته مشوره؛ماشومان مو ځینې وخت یوازې پریږدئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

مور څومره خوږ نوم دی، تل یې سروکار او ذهني مصروفیت له خپلو ماشومانو سره وي.
میندې همېش د اولادونو په اړه فکر کوي او سودا یې وي، چې څه به کوي، څنګه یې ښه وپالي او څه ډول ښه راتلونکی ورته برابر کړي؟
له دې سره په دې مطلب کې میندو ته په دې اړه مشوره ورکوو، چې ځینې وخت باید ماشومان یوازې پریږدي.
دا چې ولې، د څه لپاره او د دې مشورې دلایل څه دي، په دې مطلب کې به ورته کتنه وکړو.
د ماشومانو خپلواکي
یو دلیل دا دی، چې په یوازې پریښودو کې ماشومان د خپلواکۍ احساس کوي.
د خپلواکۍ داحساس ګټه دا ده، چې ماشومان ورسره د ځان د مالکیت او د ځان په اړه د پریکړو حالت ته رسیږي.
مثلاً: که یوازې وي، کولای شي پخپله خوښه لوبې وکړي، فکر وکړي، پوښتنې ذهن کې رامنځته کړي او یا نورو ماشومانو یا مشرانو سره خپلې اړیکې وپالي.
د دې ترڅنګ کولای شي په نورو شیانو فکر وکړي، خپل شوق و ذوق وپالي او د یوه لوی او پریکړه کوونکي انسان احساس ولري.
د میندو خپلواکي
که ماشومان د میندو په ولکه کې دي، نو میندې هم د ماشومانو په ولکه کې دي.
زیات ماشومان به مو لیدلي وي، چې د میندو په خوراک، تفریح، لباس اغوستو او هرڅه کې ځانته د پریکړې او ضد حق ورکوي.
میندې اکثره د ماشومانو له وجې ځان له یاده باسي، نه یې خپل سینګار ته پام وي، نه یې خپل صحت او خوړو ته او نه د ژوند ملګري او دوستانو سره د اړیکو پاللو ته.
په دغه حالت کې، یانې د ماشومانو د تدریجي ځانته پریښودو له وجې میندې هم د خپلواکۍ او ارام ذهن احساس کولای شي.
نوو خلکو سره اشنا کیږئ
د فردي وابستګیو له کمښت سره هم ماشومان او هم میندې له نوو خلکو سره د اشنا کیدو فرصت پیدا کوي.
میندې کولای شي له ګاونډیانو او خپلوانو سره ښه راشه درشه وپالي.
ماشومان کولای شي نورو همزولو سره ولوبیږي، دوستي وکړي او ټولنیزه راشه ـ درشه زده او ځان پکې وروزي.
خپل ځان بیرته مومئ
زیاتې میندې له مور کیدو سره ځان هېروي، یا مجبوریږي چې ځان هېر کړي.
نه خپل شوق و ذوق سم پاللی شي، نه اړیکې او نه ځانته نوره رسیده ګي.
په عام ډول د افغانستان په کلیوالو سیمو کې خو بیخي له مور کیدو سره د یوې ښځې ژوند بدلیږي.
دا وضعیت حلیدای شي، ښځې نه باید زر زړې شي او د څو ماشومانو له زیږولو سره په ناروغیو اخته، ژوند سره کم علاقه او د ماشومانو او کورنۍ د راتلونکي قرباني شي.
دوی باید ژوند وکړي، په خوند یې وکړي او ځانته سمه رسیده ګي وکړای شي.
په دې برخه کې باید د ښځو لاسنیوی وشي، که لیک ـ لوست نه شي کولای، نارینه او خپلوان یې باید په دې اړه وپوهوي.