ژباړه: نسیمه محمدي
هیله درلودل پیاوړې انرژي ده. له دې احساس پرته، مونږ د تباهۍ سره مخ یو.
آیا تر اوسه د تسلیمېدو احساس سره مخ شوي یئ؟ کېدای شي دا مو حس کړي وي چې نور نشئ کولای له دې وړاندې مخکې لاړ شئ یا مو اړیکه کړکېچن حالت ته رسېدلې. کېدای شي کلونه موهڅه کړي وي وزن مو کم کړئ، خو اوس غواړئ په خپله ماتې اعتراف وکړئ. اوس تر ټولو ښه وخت دې چې زده کړو، چې څنګه پر نا هیلۍ بریالي شو او یادونه باید وکړو، چې مبارزه تر اوسه پای ته نده رسېدلې.
د امېدوارۍ احساس په اړه یو ټکی شتون لري: د امېدوارۍ حس تل حاضر او د لاسرسي وړ دی. مهمه نده چې چېرته یئ یا چېرته ځئ، تل دا امکان شته چې د امېد درلودلو حس بېرته ترلاسه کړئ.
کله چې احساس کړو نا هیلي پر مونږ بریالۍ کېږي، دغه یاد شوي ټکي په یاد ولرئ.
تاسې ټولې حلارې ندي آزمایلي
په دې جملې باور د هغو کسانو لپاره چې ډېر وخت او انرژي یې د خپلو هیلو لپاره مصرف کړې، په بشپړه سخته ښکاري. ممکن تاسې ډېره هڅه کړي وي، کېدای شي ټولې لارې چارې مو نه وي آزمایلي. دا ټکي پر نا هیلۍ د بریالیتوب لومړی ګام دی. کله چې لا هم د ټاکنې حق وي، د امېدوارۍ حس لا هم په لاسرسي کې دی.
هڅه وکړئ په آرامتیا سره د ستونزو په اړه فکر وکړئ
خپلو ستونزو ته د بل کس له لید وګورئ او نوې حلارې ورسره ولټوئ. که ستاسې ستونزه د وزن له کمښت سره ټړاو لري. ممکن دا به ښه وي خپل خوړنیز پروګرام تر نظر تېر کړئ. هغه څېړنې وپلټئ چې دا طریقې یې تایید کړي وي. هغه کسان ومومئ چې دا ډول خوړنیز رژيم ورته سمون درلود. د دې کړنو سره باور پيدا کوئ چې دا لارې چارې تاسې ته هم ګټورې دي.
د شک او ګمان تخم وکرئ
د نا هیلۍ حس کېدای شي د شک او ګمان له امله وي. کېدای شي خپله یا نور کسان په خپلو وړتیاوو شکمن اوسئ. شک کولای شي تقریبا د امېدوارۍ د حس په اندازه پیاوړي وي، نو تاسې کولای شئ له یو څخه د بل د حذف لپاره ګټه واخلئ.
کله چې تاسې په یو ناهیلي حالت کې ځان مومئ، د شک او ګمان تخم وکرئ. له ځانه پوښتنه وکړئ، آیا په رښتیا هم فکر کوئ نور له تاسې کوم کار نه تر سره کېږي؟
هر څومره د نا هیلۍ په اړه خپل شک وکرئ، آسانه کولای شئ له دې حالت خلاصون ومومئ.
خپلو شتو ته پام وکړئ
که چېرې د خپل ژوند د یوې برخې په اړه نا هیلې یئ، نورو اړخونو ته یې فکر وکړئ. هیله لرل د امېدوارۍ حس لا ډېروي لکه څنګه چې نا امېدي د نا هیلي حس لا پیاوړی کوي. هغه شیانو ته فکر وکړئ چې راتلونکې ته مو هیله من کړي له دې سره کولای شئ وړاندې له دې چې نا هیلي مو د ژوند په اړخونو سیوری خپور کړي له منځه یې یوسئ.
د نا هیلۍ له مخې والوځئ
که ډېره هڅه کوئ مګر هیله نه مومئ، یواځې خپلې دندې ته بدلون ورکړئ.
توپيري کار تر سره کړئ، مهمه نده چې تاسې سره به مرسته وکړي کنه؟ له ملګرو مو نظر وپوښتئ یا هغه چارې تر سره کړئ چې د نورو لپاره ګټور وي. باور وکړئ هره چاره د هغې له نه تر سره کولو ګټوره ده. هڅه او کوښښ کېدای شي ګټور وي یا نه وي. یواځې خپلې هڅې ته دوام ورکړئ بالاخره یوه لاره مومئ.
پاملرنه او تمرکز مو بدل کړئ
ډېری وختونه سر په پټو پټ او موضوعاتو ته ډېر ارزښت ورکوو. د بېلګې په ډول، کله چې یوه اړیکه پای ته رسېږي، شاید احساس کړئ پرته له هغه شخص ژوند ونشئ کړای. دا احساس ستاسې وړتیا ته نه ګرځي بلکه په دې دلیل دی چې تاسې له کچې زیات په ژوند کې د را ولاړو شویو ستونزو او د شخص په نشتون تمرکز کړی او پرته له دې نور هېڅ نه وینئ.
هڅه وکړئ ځان قانع کړئ د موضوع اړوند چې کومه نا هیلي در سره ده، که څه هم ستاسې د اړیکې په اړه وي یا مو د دندې په اړه، په هر حال نور دا موضوعات روانو حالاتو ته په کتو بې ارزښته وي.
دا لاره چاره کېدای شي د هرې ستونزې لپاره ځوابوونکي نه وي، مګر حېران به شئ چې څومره ستونزې له دې طریقې سره حل شوي دي.
شېبه کې ژوند وکړئ
ساتونکی تمرین، خلک دې ته اړ کوي په حاضر وخت تمرکز ولري او تېره زمانه هېره کړي. تاسې اړ نه یئ چې په ځان ساتنې پېل وکړئ، که څه هم د دې چارې وړتیا لرئ، مګر غوره ده چې اوس پر خپل ژوند تمرکز وکړئ.
خپل شاوخوا چاپېریال ته نظر وزغلاوئ او ټولې پېښې د واقع کېدو په حال کې احساس کړئ. ستاسې ستونزې په کوم لوري کې دي؟
پرته له هغو ټکو چې ستاسې پر روغتیا پورې اړه لري، ستاسې ستونزې احتمالا ستاسې په ذهن کې شتون لري. دا په دې معنا نده چې هغه خیالي دي. یواځې په دې معنا چې ستاسې افکار ستاسې احساسات کنترولوي.
ټول خلک دا ستونزه لري او باید تمرین کړو چې پرې بریالي شو.
هڅه وکړئ په هوښیارتیا اوسني وخت او پېښو ته فکر وکړئ. هر کله چې د ناهیلۍ احساس کوئ دا چاره تر سره کړئ.
له نورو څخه مرسته وغواړئ
کله چې د خپلو فکرونو په سمندر کې ډوب اوسو، په سختۍ نورو حلارو ته فکر کوو. له نورو وپوښتئ که ستاسې پر ځای دوی وای څه به کړي وو.
اکثر خلک له نورو سره د مرستې کولو سره لېوالتیا لري، نو له هر چا پوښتنه وکړئ. کېدای شي تاسې ته په تول پوره ځواب ووایي د دویم فکر په څېر یې د خپل مشکل د حل لپاره له ځانه سره ولرئ.
کله چې د ستونزو پر وخت له نویو او تازه چارو سره مخ کېږئ، تاسې د هیله منتوب احساس کوئ. دا چارې ممکن ګټورې وي یا نه، مګر تل دا مهمه ده چې یوه بله حلاره شتون لري.
که دا طریقه ګټوره نه وه له بل کس پوښتنه وکړئ بله چاره ولټوئ.
هر کله چې مونږ نا هیلي کېږو، نو له دې امله باید خجالت او شرمېدونکي نه اوسو، که دا حس کوئ نا هیلي ستاسې پر ژوند بریالۍ کېږي، په دې حالاتو کې باید له نورو مرسته وغواړئ. د یو مشاور سره پر ناهیلۍ د بریالیتوب په اړه وغږېږئ.
سر چینه: خلایق