د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي شپږم مقا خپل کړ او په یاد ټورنمنټ کي ئې لوبي پای ته ورسېدې.
دا لوبي تېره دوشنبه د نیپال هیواد په کوربتوب د افغانستان، کوربه نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ترمنځ پیل سوې، چي قرغزستان او ازبکستان پایلوبي ته لاره پیداکړه.
افغانستان په دې ټورنمنټ کي ۴ لوبي ترسره کړې، چي یوه ئې وګټله، خو درې ئې بیا وبایللې.
افغان لوبډلي د ترکمنستان، ازبکستان او نیپال څخه ماته وخوړه، خو یوازي ئې بنګله دېش ته ماته ورکړه.
تر دې مخکي افغانانو په ۲۰۱۴م کال کي په مرکزي آسیایي سیالیو کي درېیم مقام خپل کړی وو.