ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
دا چي په ډېرو ټولنو کي د نارینه وو او ښځینه وو د میني کولو او محبت ښکاره کولو ډول توپیر کوي او هم له ډېر پخوا څخه داسي ويل کېږي چي ښځي په خپلو عاشقانه اړیکو کي د نارينه وو په نسبت د میني او محبت په اظهارولو کي وړاندي دي او خورا بهتر عمل کوي، خو ارواپوهان وايي چي د څېړنو له مخي دغه باور سهی نه دئ.
یوه تازه څېړنه چي د شخصیت او ټولنیزه ارواپوهنه (Personality and Social Psychology) په جورنال کي خپره سوې ده، ښيي چي نارينه د ښځينه وو په اندازه د میني او محبت اظهارولو ته علاقمند او متمایل دي، څېړونکي د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د خپلو احساساتو د ښکاره کولو په ډول کي څو د پام وړ او جالبو تفاوتو ته اشاره کوي. د یادي څېړني محقق او د تګزاس پوهنتون استاده، الیزابت شوئنفلد موندلي دي چي نارينه د جنسي اړیکي په شروع کولو یا د فعالیتونو په ګډو اجراء کولو سره خپله مینه ښکاره کوي، او ښځي بیا خپل احساسات په کمه ادعا خو په زیات موافقت او جوړجاړي سره ښکاره کوي.
څېړونکو په یاده څېړنه کي له ۱۶۸ جوړو څخه – د هر یوه سره چي د ټولو لومړی واده و، یو له بل سره د ژوند په لومړیو دوو میاشتو او وروسته تر ۱۳ کلونو پوري د فعالیتونو او د دوئ د اړیکو په باره کي مرکې وکړې. کابو ټولي جوړې سپین پوستي وې او نیمايي ئې لوړي زدکړي لرلې. د متداولو جنسیتي کلیشو پر خلاف، وروستیو څېړنو ښوولې ده چي څوندي نارينه د خپلو ماینو ګانو سره د زړه مینه ولري، مینه او محبت ئې زیاتېږي او یو داسي چاپيریال رامنځ ته کوي چي دواړه کولای سي یو د بل په څنګ کي بېلابېل فعالیتونه اجراء کړي، هغه که تفریحي او یا په کور پوري اړوند فعالیتونه وي.
خو داسي معلومېږي چي عشق او محبت د نارینه وو پر هغه مسئولیت باندي چي د کور له کارونو څخه ئې په غاړه اخلي هیڅ تاثیر نه لري او داسي نه برېښي چي په زیاتي میني او ډېر عشق سره او د خپلو ماینو ګانو د کارونو په کمولو او سپکولو سره دي د هغوی تمایل زیات سي. خو هر څوندي زیات چي د خپلو ماینو ګانو سره مینه ولري، د هغوی سره د جنسي اړیکي د شروع کولو احتمال او د هغوی سره د پاتېدو احتمال ئې زیات دئ خو ښځي بیا دغسي نه دي او هر څوندي چي هم د خپلو مېړونو سره مینه ولري، دغه احتمال چي د جنسي اړیکي له پاره دي دوئ لومړی قدم واخلي ډېر کم دئ.
موندني ښيي چي که یوه ښځه داسي احساس کړي چي مېړه ئې ورسره مینه نه لري، ددې پر ځای چي خپل ذوق او خپله علاقه هغه ته وښيي يا په ګډو فعالیتو کي لا ډېره د هغه سره برخه واخلي، ځان تر ډېره د هغه د روحیاتو او غوښتنو سره عیاروي. په دغي څېړني کي څو بعدي تحلیلونو ښوولې ده چي د نظري یا تیوریکي نظریاتو برخلاف، دواړه جنسونه تر یوې اندازې پوري د خپل عشق او محبت د ښکاره کولو علاقمندي لري. خو ښځي د منفي او متضادو یا مخالفو کړنو په کولو سره خپله مینه کمه ښکاره کوي او نارينه د جنسي اړیکي په پیلولو، په تفریحي پروګرامو کي په برخي اخیستلو او د کور په کارونو کي د خپلو ماینو ګانو سره په همکاري کولو سره خپل عشق او محبت ښکاره کوي.
ځیني نور څېړونکي داسي وايي چي په واده کي پر جنسیتي توپیرونو باندي تر اندازې زیات تاکید کېږي.
د میشیګان ایالتي پوهنتون د ارواپوهني د څانګي استاد او څېړونکی، استیوياپ وايي:” په ټولییز ډول د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ ډېر زیات جنسیتي توپيرونه نسته. که دغه څېړنه وګورئ، جنسیتي توپيرونه اصلاً نه تر سترګو کېږي “. نوموړی چي پر نېکمرغي او واده باندي تحقیق کوي، موندلي دي چي واده د زیاتي خوشحالۍ او نېکمرغۍ سبب نه کېږي، خو له طرفینو څخه د خوشحالۍ او ښادۍ د زوال په مقابل کي چي په میانسالۍ کي رامنځ ته کېږي، محافظت کوي.
هغه وايي، له علمي اړخه ډېر کم جنسیتي توپيرونه ثبوت سوي دي، لکه: د فزیکي اړخه د نارینه وو پياوړتوب، د هغوی پياوړي جنسي تمایلات او خشونت ته د دوئ زیات تمایل. نوموړی همدارنګه ذکر کوي چي حتی دغه درې عادتونه او خصوصیات په تجربه او اجتماعي اړیکو سره د اصلاح وړ دي.