د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ پرون سې شنبه پیل سوې، چي نن چهارشنبه ئې دوهمه لوبه د شاهین آسمایي او عقابان هندوکش لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
په یاده لوبه کي شاهین آسمایي ۱ ګول پر ۰ عقابان هندوکش ته ماته ورکړه.
د شاهین آسمایي لپاره په لومړۍ نیمایي کي آمان الله سرداري ګولوهنه وکړه.
د دې لیګ درېیمه لوبه سبا چهارشنبه مازدیګر ۶ بجې د میوند اتلانو او موجهای آمو ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي.
په یاد لیګ کي ۸ ټیمونه ګډونوال دي، چي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي.
یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راووتلې او په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمایي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبیږي.
د دې لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو خپله کړې.