کارګر: د افغان غوره لیګ له لاري کورنی فوټبال وده کوي.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: سميع الله درانی
د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست رئیس یوسف کارګر پرون یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي د افغانستان فوټبال غوره لیګ له لاري داخلي فوټبال وده کړې او له دې وروسته ئې هم کوي.
یوسف کارګر زیاته کړه، چي د افغان غوره لیګ په تېر پړاو کي د بېلابیلو ګډونوالو لوبډلو څخه افغان ۲۳ کلنه لوبډله جوړه سوه او په مرکزي آسیایي سیالیو کي ئې ښې لوبي ترسره کړې.
هغه وویل، چي د ۲۳ کلني ملي لوبډلي دا لوبغاړي به راتلونکي کي په ملي لوبډله کي ولوببږي او د ملي لوبډلي ټول لوبغاړي به داخلي لوبغاړي وي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست رئیس یوسف کارګر یاد کنفرانس د افغان غوره لیګ اتم پړاو د پېلیدو په موخه ورکړ.
غوره لیګ سبا سې شنبه په کابل کي د فوټبال فدراسیون په عمومي فوټبال لوبغالي کي پېلیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي لومړۍ لوبه سبا مازدیګر ۵:۳۰ بجې د طوفان هریرود او سېمرغ البرز ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي.
په یاد لیګ کي لوبېدونکي ۸ لوبډلي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي.

د دې لوبډلو ترمنځ پچه اچونه د تیري پنجشنبې په ورځ ترسره سوه، چي دا ټیمونه په دوو ګروپونو وېشل سوي. په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راوتلي، خو په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمایي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبیږي.
دې لیګ ته ګډونوالو اتو لوبډلو پوره چمتوالی نیولی.
دې لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو خپله کړې.