دا شیان وڅښئ چې زاړه نه شئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

هیڅوک نه غواړي چې زوړ/ زړه شي، خو ژوند داسې دی چې هر څه یې ستاسې په خوښه نه وي او حتماً مو زړوي.
دلته مو هدف د واقعي زړښت مخنیوی نه دی، هغه ممکن نه دی، چې ژوند ودروئ او تل ځوان/ ځوانانې پاتې شئ.
غواړو د ظاهري ځوانۍ د ساتلو او زړښت د مخنیوي لپاره درسره وغږیږو او لازمې مشورې درکړو.
له دې مشورو هدف دا دی، چې په زاړه عمر کې هم ځوان/ ځوانانې پاتې شئ او صحتمنده اوسئ.
په دې اړه به د هغو څښاکو په اړه معلومات درکړو، چې ستاسې د وجود د زړیدو مخنیوی کوي.
قهوه
قهوې ته په عام ډول په ښه سترګه نه کتل کیږي، خو تازه څېړنې ښيي چې دا څښاک ګټور او غوره دی.
د قهوې د نورو ښیګڼو ترڅنګ یوه مهمه هغه دا ده، چې د زړښت پر وړاندې ستاسې د وجود ساتنه کوي.
قهوه ستاسې پوستکي ته  په خاصه توګه زیاته ګټه لري، کولای شي چې د سرطان ناروغۍ پرضد هم ورسره مرسته وکړي.
د تازه څېړنې له مخې که هره ورځ یو ګیلاس قهوه وڅښئ ستاسې وجود به د سرطان د پوستکي پرضد لس سلنه نور هم قوي شي.
مستې
مستې هم د انسان د ځوان ساتلو لپاره له مهمو او ګټورو څښل کیدونکو شیانو څخه دي.
په مستو کې داسې ویټامینونه شته، چې ستاسې وجود پياوړی ساتي او د وجود د خوږو د قند د سطحې له زیاتیدو مخنیوی کوي.
دا ټول مواد یې ستاسې پوستکی ځوان او تازه ساتي.
اوبه
د انسان د وجود څه باندې ۶۵ سلنه برخه اوبه جوړوي. البته دا د یوه نورمال او عادي انسان لپاره حد و معیار ټاکل شوی.
تاسې ټول هڅه وکړئ، چې د وجود اوبه مو کمې نه شي؛ بلکې زیاتې وي او ورسره غښتلي اوسئ.
په اوبو کې ګڼ داسې ګټور مواد شته، چې هم مو د وجود د نورو برخو اړتیاوې ورسره پوره کیږي او هم مو د پوستکي له ځوان او تازه ساتلو سره مرسته کوي.
شین چای
شین چای د میکروبونو پرضد ستاسې د وجود په غښتلي ساتلو کې مهم رول لري.
د دغو چایو له ماسک څخه هم استفاده کولای شئ، چې پوستکی مو ورسره ځوان پاتې شي.
دا چای له سپین پوډر سره ګډ او خپل مخ پرې ولړئ، بیا یې ووینځئ، ګټې به یې زر خپله ځان در وښيي.
د شین چای ترڅنګ تور چای هم مصرف کړئ، چای ستاسې وجود د زړه د ناروغۍ پروړاندې پياوړی کوي.
د چغندرو اوبه
د چغندرو اوبه هم ستاسې د وجود او پوستکي د ښه ساتلو لپاره ډېر ګټور تمامیږي.
څومره چې کولای شئ دا هم زیات وڅښئ او له ګټو یې برخمن شئ.
دغه اوبه هم پوستکی ځوان ساتي، هم مو د عقل د زوال په مخنیوي کې مرسته کوي.
د بادامو شیدې
د بادامو دانې له شیدو سره یو ځای او وخورئ، خورا ګټې به در ورسوي.
هم مو پوستکی ځوان ساتي او هم د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
د دغه څښاک له وجې نورې زیاتې ګټې هم در رسیږي او د وجود ویټامینونه مو قوي کیږي.
د ناریال اوبه
ناریال، چې ځينې یې کوپره ګڼي، اوبه یې له خورا ګټورو اوبو څخه دي.
په دغو اوبو کې د ګڼو ویټامینونو مواد شته، چې استعمال یې درته ضرور دي.
شیدې
د شیدو یوازې څښاک هم ګټور دي، څومره یې چې زیات څښلی شئ، ویې څښئ.
شیدې د پروتین له غوره سرچینو څخه دي، هم مو پوستکي، هم د وجود نورو برخو او هم د ماهیچو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.