اضغر ستانکزی د ناروغۍ پر بستر پریوت؛ خو راشد خان یې پر ځای سرپرست ټاکل شوی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبیدو په موخه زیمبابوې کې په تمریناتو بوخته ده، خو د دغه پړاو سیالیو وړاندې یې افغاان کرکټ ملي لوبډلې خپل لوبډلمشر د لاسه ورکړ.
د افغانستان د کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپنډیکس عملیات د ترسره کیدو له کبله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبیدو څخه منع شوی دی.
اضغر ستانکزي نن د زیمبابوې په یو روغتون کې د اپنډیکس عملیات وکړ، چې په بریالۍ توګه ترسره شو.
د عملیات وروسته نوموړي له ټولو هېواد والو څخه په دعاوو کې د خپلې روغتیا هیله کړې ده.
د معلوماتو له مخې، اضغر ستانکزی به تر ۱۰ ورځو پورې په هیڅ کوم ډول سیالۍ کې ونه لوبیږي.
د کرکټ ملي لوبډله داسې مهال لوبډلمشر د لاسه ورکوي، چې د راتلونکې مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ پیلیدونکې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبرداری ورکړی دی، چې د اضغر ستانکزي په نشتون کې به راشد خان د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړي.
کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ لپاره راشد خان په داسې حال کې د سرپرست لوبډمشر په توګه اعلان کړی دی، چې پخوانی کپتان محمد نبي عیسی خیل هم په لوبډله کې شتون لري.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو تمریناتي لوبې سبا پیل کیږي، چې افغان لوبډله به سبا په لمړۍ سیالۍ کې دویسټ ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
سیالي به سبا د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو سره پیل شي.