څنګه په حال کې ژوند وکړو؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
موږ په خیالونو او خپلو لذت بخشو خاطراتو کي د خوشحالۍ او خوښۍ په لټه کي یو صرفنظر له دې څخه چي هره ورځ داسي کوچني سوغاتونه او کوچنۍ خوښۍ سته چي زموږ رضایت او خوشحالي پياوړي کوي خو هغه څه چي موږ تمه لرو چي موږ ته به اوږدمهاله خوښي راکړي، ډېر کم داسي کوي؛ هغه که لس یا شل کیلو وزن کمول وي یا په کار کي ترفېع. دغسي اهدافو ته په رسېدو سره طبیعي خبره ده چي خوشحالېږو خو له یوې مودې څخه وروسته بیرته د خوښۍ او خوشحالۍ هغي کچي ته چي مخکي مو لرله، ورګرځو.
ارواپوهانو دغه نظریه منلې ده چي زموږ بهترین حال او زموږ خوښي زموږ د هیلو، خاطراتو او اوسمهالي شېبې په باره کي د طرز فکر په تغیر سره تغیر کوي. پر اوسمهالي وخت او حال باندي تمرکز کول مرسته کوي څو بیاموو چي څنګه خوشحاله اوسو. له بلي خوا څخه، هر څومره چي زموږ عمر زياتېږي، د خوشحاله اوسېدو په اړه زموږ طرز فکر وده کوي. د عمر زیاتېدل مرسته کوي چي منفي اړخونه صرفنظر کړو او مثبت هغوی ته تمایل ولرو. ځوانان ذاتاً منفی ګرا دي. د استنفورد پوهنتون له خوا څخه پر هیلو او اهدافو باندي د عمر تاثیر وڅېړل سو او دا معلومه سوه چي ځوانان ډېر ژر منفي خواوو ته جذبېږي، خو میانه عمره او د زیات عمر لرونکي کسان پر مثبتو هغو باندي تمرکز کوي.
کېدای سي د طرز فکر دغه تغیر د ودي او رشد د پروسې یوه برخه وي. له بله اړخه، د وخت په تېرېدو سره فرد د خپلي کورنۍ د غړیو او دوستانو سره ښې او لا زیاتي اړیکي ساتي او په همدې ترتیب د خپلي ځوانۍ عمر په نسبت چي علاقه ئې لرله څو فعالیتونه په یوازي ځان سره سنبال کړي، خوشحال تر وي. پر ۱۸۴ کسانو باندي چي عمرونه ئې له ۱۸-۹۴ پوري ول – یوې څېړني وښودل چي میانه عمره کسان اوږدمهاله خوشحالي تجربه کوي. ښې خاطرې همېشه د هغوی په ذهنو کي وي او غم او عصبانیت ئې په ذهن کي نه پاتېږي. همدارنګه میانه عمره کسان ډېر کم اندېښمن وي چي نور د دوئ په باره کي څه فکر کوي.
څېړونکي فکر کوي چي د طرز فکر دغه تغیر په دې سبب دئ چي د عمر په زیاتېدو سره فرد ډېر آګاه کېږي او بهتر درک کوي چي وخت په ډيري تېزۍ سره تېرېږي. په همدې خاطر لا زیات د ژوندانه لحظاتو او خوشحاله اوسېدو ته حتی په ډېرو کوچنیو شیانو سره اهمیت ورکوي او ډېر کم اندېښمن کېږي.
په داسي حال کي چي ځوانان د کار پیداکولو، کورنۍ جوړولو، کور رانیولو او… مسایلو کي راګیر دي او همېشه د راتلونکي له پاره اندېښمن وي. د هیلو او لاسته راوړنو ترمنځ واټن تر ډېره نه پرېږدي چي ځوانان د ژوند له کوچنیو او ښایستو مواردو څخه خوند واخلي او خوشحاله اوسي. هغوی د ډېرو سترو خوشحالیو په لټه کي دي چي تر ډېره په آسانۍ سره نه حاصلېږي. همدارنګه ځوانان ډېر کم د خپلي روغتیا خیال ساتي، او ډېری کافی خوب او سالمه تغذیه نه لري. دا په داسي حال کي ده چي میانه عمره کسان ډېری له ځانو څخه مراقبت کوي او ذاتاً روغتیا خپله خوشحالي راوړونکې ده.
‍          که وغواړو چي د خوشحاله اوسېدو له پاره په یوه خبره کي موضوع را وپېچو باید پر خپل وخت باندي تمرکز وکړو. که غواړئ چي خوشحالي مو همېشه له ژوند سره تړلې وي، له هري شېبې ئې خوند واخلئ. په حال کي واوسېږئ او د خپل ژوند د لویو او کوچنیو پېښو قدر پېژندونکي اوسئ. حتی که دغه کوچنۍ خوشحالي پر وخت ملی بس ته رسېدل، په مجله یا اخبار کي یوه خندوونکې ټوکه لوستل یا د پخواني کمیس په جېب کي د څو افغانیو پیداکول وي.