فوټبال: لیورپول یو بل جام هم وګټی

سپینه تجريدي ډیزاین

تېره شپه دوې انګلستانۍ فوټبال لوبډلي لیورپول او چلسي د اروپا سوپر کپ پایلوبه د ترکیې په استانبول ښار کي ترسره کړه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.
د لیورپول لپاره په یاده پایلوبه کي دواړي ګولوهني سعدیو ماني او د چلسي لپاره بیا ژیرو او جورجینو ګولونه ولګول.
خو وروسته چلسي او لیورپول پینالټۍ ووهلې، چي په پینالټیو کي بیا لیورپول ۵ پر ۴ چلسي ته ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ.
په دې سره لیورپول د اروپا د سوپر کپ اتلولي د څلورم ځل لپاره خپله کړه.
images (9).jpeg
دا کپ تر دې مخکي ۵ ځلي بارسلونا، ۵ ځلي میلان او ۴ ځلي بیا ریال ماډریډ خپل کړی.
images (7).jpeg
دا کپ ۴۷ کاله مخکي تاسیس سو، چي د ګټلو لپاره ئې هغه دوې لوبډلي لوبیږي، چي یوې د اروپا لیګ او بلي بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي خپله کړې وي.
چلسي د اُروپا لیګ او لیورپول بیا د اُروپا د اتلانو لیګ ګټلی وو.
د لیورپول او چلسي ترمنځ د پرونۍ لوبي لوبڅاري د استفاني فراپارت په نوم یوې ۳۵ کلني فرانسوۍ ښځي وکړه، چي په دې سره په اروپا کي دا لومړی ځل وو، چي یوه ښځه په دومره مهمه لوبه کي لوبڅاري کوي.
FB_IMG_1565832721078.jpg
د هغې سره دوې نوري ښځي نیکولوسي او میشل اونیل د دوهمي لوبڅارۍ(لاین مینۍ) دنده پر مخ یووړله.
تر دې مخکي د نارینه وو ترمنځ د فوټبال په لوبو کي ښځو لوبڅارې ترسره کړې، خو دا لومړی ځل وو، چي د نارینه ترمنځ د فوټبال پایلوبي قضاوت یوې ښځينه لوبڅاري ته سپارل کیږي.
یادي ۳۵ کلني فرانسوۍ لوبڅاري تیره میاشت د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام د پایلوبي لوبڅاري هم وکړه.
هغه پایلوبه د امریکا او هالنډ ترمنځ ترسره سوه، چي امریکا پکښي اتلولي خپله کړه.