د کوم نړیوال فوټبالر معاش ډېر دی؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د فوټبال نړیوال لوبغاړي هر کال د خپل کلب لپاره په بېلابیلو لیګونو کي لوبي ترسره کوي او ځیني لوبډلي د نورو لوبډلو څخه یو شمېر لوبغاړي په خورا لوړ قیمت رانیسي، چي ښه مثال ئې نیمار دی، پي ایس جي له بارسلونا څخه هغه په ۲۲۲ میلیونه یورو رانیوی.
دومره زیاتي پيسي، چي اروپايي کلبونه ئې د لوبغاړو پر رانیولو او خرڅولو مصرفوي نور په هیڅ لوبه کي پر لوبغاړو نه مصرفیږي یوازي پر فوټبالرانو مصرفیږي، خو خبره دلته دا ده، چي دا فوټبالران د خپلو کلبونو څخه څومره معاش اخلي؟
موږ دلته یو شمېر پېژندل سوي نړیوال فوټبالران درپېژنو، چي په نړۍ کي تر نورو فوټبالرانو د خپلوو لوبډلو څخه ډېر معاش اخلي.
لومړی: لیونل میسي
د آرجنټاین هیواد او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړی او لوبډلمشر لیونل میسي په نړۍ کې لومړی لوبغاړی دئ، چي تر نورو ټولو لوبغاړو ډېر معاش د خپلي لوبډلي څخه ترلاسه کوي.
هغه ته بارسلونا کلب په اونۍ کي ۱،۵۳ میلیونه ډالره او د کال بیا ۸۰ میلیونه ډالره ورکوي.
01155864.jpg
دوهم: نیمار
د برازیل هیواد او پي ایس جي تکړه بریدګر لوبغاړی نیمار دوه کاله مخکي په ۲۲۲ میلیونه یورو د بارسلونا څخه و پي ایس جي ته ولاړ، چي په دومره ډېرو پيسو دا رانیونه یو نړیوال ریکارډ ثبت سو.
نیمار ته پي ایس جي کلب په اونۍ کي ۱،۳۴ میلیونه ډالره او له کاله بیا ۷۰ میلیونه ډالره ورکوي.
په دې وروستیو کي داسي اوازې خپریږي، چي نیمار پي ایس جي لوبډله پریږدي او ممکن له بیرته له بارسلونا او یا هم ریال ماډریډ سره یوځای سي.
GettyImages-1047235488.jpg
درېیم: رونالډو
د پرتګال ملي لوبډلي او جیونټوس تکړه بریدګر لوبغاړی رونالډو په دې کتار کي درېیم فوټبالر دئ، چي د خپلي لوبډلي څخه ډېر معاش اخلي.
هغه ته جیونټوس لوبډله په اونۍ کي ۱،۲۳ میلیونه ډالره او له کاله بیا ۶۴ میلیونه ډالره معاش ورکوي.
images (3).jpeg
څلورم: انیسټا
د هسپانیا هیواد او ویسل کوبه کلب تکړه لوبغاړی اندرس انیسټا په ۲۰۱۸م کال کي بارسلونا پرېښوده او د یاد جاپاني کلب سره یوځای سو.
هغه د بارسولونا لپاره ډېري اتلولۍ ترلاسه کړې.
دا هسپانوی لوبغاړی اوس په نړۍ کي څلورم لوبغاړی دئ، چي د خپل کلب څخه ډېر معاش اخلي.
هغه ته ویسل کوبه لوبډله په اونۍ کي ۵۷۰ زره ډالره او د کاله بیا ۳۰ میلیونه ډالره ورکوي.
84-jpg-0-1533991448380.jpg
پنځم: الکسي سانچز
د چیلي هیواد او منچسټر یونایټیډ کلب لوبغاړی الکسي سانچز په نړۍ کي پنځم لوبغاړی دئ، چي د خپل کلب څخه ډېر معاش اخلي.
هغه د منچسټر یونایټيډ په اونۍ کي ۵ لکه امریکايي ډالره او له کاله بیا ۲۶ میلیونه امریکايي ډالره ورکوي.
96-11-c23-1280.jpg
شپږم: اوسکار
د برازیل هیواد او چینايي کلب (شانګهای اس آی پي جي) تکړه لوبغاړی اوسکار په نړۍ کي شپږم لوبغاړی دئ، چي د خپل کلب څخه ډېر معاش اخلي.
هغه ته یاده چینايي لوبډله په اونۍ کي ۴۸۰ زره ډالره او له کاله بیا ۲۵ میلیونه ډالره ورکوي.
oscar-cropped_xqn0m95a6o6z104l7lrqx1fxd.jpg
اووم: ډیبالا
د آرجنټاین هیواد او جیونټوس تکړه بریدګر لوبغاړی ډیبالا په نړۍ کي اووم لوبغاړی دئ، چي د خپل کلب څخه ډېر معاش اخلي.
هغه ته جیونټوس په اونۍ کي ۴۶۰ زره امریکايي ډالره او د کاله بیا ۲۴ میلیونه ډالره ورکوي.
images (4).jpeg
اتم: مسعود اوزیل
د جرمني هیواد او آرسنال تکړه مسلمان لوبغاړی مسعود اوزیل په نړۍ کي اتم لوبغاړی دئ، چي د خپل کلب څخه ډېر معاش اخلي.
هغه ته آرسنال په اونۍ کي د ډیبالا په څېر ۴۶۰ زره امریکايي ډالره او له کاله هم ۲۴ میلیونه یورو ورکوي.
images (5).jpeg