د اومېندوارۍ په دوران کې د شنو الوچو خوړل؛ ګټه که تاوان لري؟

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
د پسرلي په موسم کې یو له نویو او د زوړ او ځوان د خوښې وړ مېوه، شنې الوچې دي. دا تروشه او خوندوره مېوه نازک پوستکی او شین رنګ لري، د A, B, K وېټامینونو څخه بډایه ده. الوچه د آلي اسیدونو، وېټامینونو، فلونویېدونه، معدني مواد او نور د بددن لپاره اړین او ګټور مواد لري.
د شنو الوچو او امېندواره مېرمنو اړیکې کلکې وي او لکه څنګه چې دا لنډ مهاله مېوه په بازار کې د یو څو ورځو مېلمنه وي، دا ډله مېرمنې هڅه کوي له دې لنډ وخت څخه اعظمي ګټه واخلي. دا چې شنې الوچې د اومېندوارۍ پر وخت کوم خاصیتونه لري، په دې مطلب کې یې ولولئ.
د جنین د فزیکي جوړښت له نقص څخه مخنیوی
د شنو الوچو خوړل، دا مېوه د مغزي خاصیت په درلودلو په اومېندوارو مېرمنو کې د جنین له فزیکي معلولیت او احتمالي ستونزو مخنیوی کوي.
د جنین د سترګو سلامتیا زیاتول
شنې الوچې د A وېټامین څخه بډایه دي. دا وېټامین د سترګو د حجرو په ساتلو کې مرسته کوي او د سترګو سلامتیا ډېروي او د جنین د فزیکي نقص څخه مخنیوی کوي.
د جنین مناسبه وده
شنه الوچه د ډېرو وېټامینونو له هغې جملې د A او C وېټامینونو درلودونکی ده، خوړل یې د جنین د اړتیا وړ وېټامینونه پوره کوي.
د جنین له سقط څخه مخنیوی
په الوچه کې موجود وېټامین K د وینې د لخته کېدو او د جنین له سقط څخه مخنیوی کوي.
د وینې په جریان کې د اسیدونو تعادل
الوچه د وینې په جریان کې د اسیدونو د تعادل او د وینې اسیدي حالت درملنې لامل ګرځي.
د اومېندوارۍ له امله شکر
د الوچې خوړل په دې شرط چې ډېرې مالګې سره ونه خوړل شي او په خوړلو کې یې افراط ونشي، د اومېندوارو مېرمنو لپاره ګټور دي او د کم قند په درلودلو د اومېندوارۍ له امله شکر ناروغانو ته ګټور دی.
د اشتها زیاتول
ځینې حامله مېرمنې د زیاتې لېوالتیا او د زړه بدوالي له امله د ډېر خوړو له خوړلو ډډه کوي. د الوچې خوړل د مېرمنو زړه بدوالی کموي او په اشتها ښه تاثیر لري.
د خوړو په هضم کې مرسته
هغه ډله کسان چې د خوړو په هضم کې ستونزه لري ښه ده الوچه وخوري، ځکه شته فیبر یې د خوړو په ښه هضم کې مرسته کوي.
له قبضیت څخه مخنیوی
د حاملګۍ پر وخت قبضیت ممکن د مور لپاره د یو لړ ستونزو، رحمي خونریزي، د جنین د سقط لامل شي.د قبضیت څخه د مخنیوي لپاره غوره ده مېندې شنې الوچې مصرف کړي، ځکه الوچې ملیني خاصیت لري.
په الوچو کې موجود فیبر په کولمو کې د موادو د ښه حرکت او د قبضیت لرې کېدو سبب ګرځي. د شنو الوچو ډېر خوړل د نس درد او باد پیدا کوي.
د غاښونو پیاوړتیا لپاره
د وېټامینونو او کلسیم په درلودلو، د غاښونو د پیاوړتیا لپاره توصیه کېږي. د دې مېوې خوړل د غاښونو درد او د وریو خونریزي د امکان تر حده کموي.
د کمخونۍ له منځه وړل
د حاملګۍ په دوران کې د کمخونۍ د ښه کېدو لامل  کېږي، ځکه دا مېوه ښه اوسپنه او وېټامین C لري.
د وینې غوړ کمول
په الوچه کې شته فیبر د وینې کلسترول او غوړ کنترولوي، نو د دې مېوې مصرف د زړه په روغتیا او د زړه اړوند ناروغیو ښه اغېز لري.
د شنو الوچو نور خاصیتونه:

  • د ځیګر پاکوالی
  • د ژور خفګان لرې کول
  • د مسمومیت درملنه
  • د نقرس ښه والی
  • د تندې لرې کول
  • د سږو د سلامتیا زیاتول
  • د قلبي او عروقي ناروغیو څخه مخنیوی
  • د استفراغ او زړه بدۍ څخه مخنیوی
  • له خونرېزۍ مخنیوی
  • د وینې سړښت
  • د التهاب او درد ضد خاصیت درلودل

د دې مېوې خوړل د حاملګۍ په دوران کې په دې شرط چې حساسیت ورسره ونلرئ ، ستونزه نلري، خو ډېر مصرف یې د مزاج بدلون، د مور د بدن د اوبو له لاسه ورکول او د جنین د روغتیا لپاره ستونزې زېږوي.
د اومېندوارۍ پر وخت د الوچو د خوړلو زیانونه
د بډوډو په کاڼو او ادراري کانال ناروغیو اخته مېرمنې دې د اګزالیګ اسید شتون له امله د الوچو له خوړلو ډډه وکړي، ځکه د ځینو مېرمنو په بدن کې د بلوري ډوله ډبرو د جوړېدو کچه لوړوي.
حامله مېرمنې د خوړو سره د آلرژۍ په درلودلو باید په دې اړه له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.
د معدې د لوړ اسید لرونکو مېرمنو سره د اسید د زیاتېدو او دخوړو رفلکس، د معدې سوزش او بادو سبب ګرځي.
شنې الوچې د سوړ مزاج په درلودلو د نس درد، استفراغ یا پېچش او په ټوله کې د هضمي سیستم د ناروغیو او ستونزو لامل ګرځي.
د دې مېوې اسیدي خاصیت، په غاښونو بده اغېز لري او کېدای شي د اومېندوارۍ پر وخت د غاښونو د درد سبب شي، نو ښه ده د حاملګۍ په دوران کې یې له خوړولو ډډه وکړئ.
مهم ټکي:
دا مېوه د سړک له غاړو مه اخلئ، ځکه د الوچو د تازه ساتلو لپاره د ناپاکه اوبو څخه کار اخیستل کېږي.
د دې دوکانونو څخه د اخیستلو په صورت کې هغه ښه ووینځئ او د مېکروب ضد موادو سره یې پاک کړئ، هغه ناپاکه اوبه چې د خرڅوونکو له خوا پرې پاشل شوي د ډېرو خطرناکو ناروغیو له هغې ډلې محرقې لامل کېږي.
دا مېوه د ډېرې مالګې سره مه خورئ، تر څو له هغې وروسته ناروغیو او لوړ فشار په امان واوسئ.
 
سرچینه: نمناک