ژباړه: نسیمه محمدي
هغه خبرې چې باید ونه ویل شي او رازونه چې تاسې له بریالیتوب او آرامتیا لري کوي.
کېدای شي د لارښوونې یا هم د روح څخه د بوج کمېدو لپاره بعضې خبرې ووایئ، خو په حقیقت کې د دې خبرو په خوله راوړل ستاسې په زیان وي. آیا خپل رازونه ساتئ؟ یا د ژوند هره پېښه له نورو سره شریکوئ؟
د اسرارو په ساتلو هېڅکله ټینګار نه کېږي، ځکه ساتل یې عاطفې ته زیان رسوي د دې سره، بیا هم ځیني کلیدي څیزونه شتون لري چې باید له نورو سره یې ونه وایئ او غوره ده، له ځان سره یې وساتئ. د ځینو څیزونو ساتل ستاسې په بریالیتوب کې مرسته کوي. په دې مطلب کې د ځینو ټکو یادونه کوو چې کېدای شي نا خبره یې له نورو سره شریک کړئ.
۱: شخصي ژوند
ستاسې کورنی او شخصي ژوند د نورو پورې هېڅ تړاو نلري او په دې اړه د نورو سره خبرې د دې لامل ګرځي تر څو نور ستاسې په هکله انتقاد او قضات وکړي. هغه ټاکنې چې تاسې یې د شخصي ژوند په اړه کوئ باید ځان ته پاملرنه وکړئ، ځکه دا چاره تاسې د نورو د بې ځایه نظریو ساتی، چې کیدای شي کرغېړنې او نا خوښوونکي وي.
د ژوند ځانګړې برخې مو د راز په بڼه خپل ځان سره وساتئ او د ژوند ټول جزیات موله نورو سره مه شریکوئ. دا د دې لامل ګرځي تاسې د یو ډېر ساده او د درناوي وړ کس په توګه نسبت هغو ته چې د ژوند د ښو او بدو عادتونو په اړه یې ټول پوهېږي، وپېژني.
۲: زړور او ښه اقدامات
په عمدي توګه د خېریه چارو تر سره کول له نورو سره کېدای شي ځانغوښتنه وي، او باید ترې ډډه وشي. د نورو سره مرسته کول هم راز ندی، خو باید نړیوال هم نشي. همدا چاره د زړورتیا لپاره هم سمون خوري. مونږ هره ورځ د یو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ کېږو او د دې لاسته راوړنو اجر او بدله باید په مناسبه توګه تر سره شي.
د نورو ستاینې او درناوي ته پاملرنه د دې سبب ګرځي تر څو تاسې د نورو په نظر لوی راشئ. زړور اقدامات د نورو لپاره شته، تر څو شهامت ته فکر وکړي، پرته له دې، هغوی ټول دا شجاعت نلري.
۳: کورنۍ شخړې
ټولې کورنۍ ستونزې او شخړې لري؛ اړینه ده چې وزغمل شي. د دې سره، سره، دا هغه څه ندي چې ټولې دنیا ته یې ووایئ. ښکاره ده چې که څه تېروتنې شتون ولري، نږدې دوستانو او د ژوند ملګري\ ملګرې ته ویل یې په کمولو کې مرسته کوي. په هر حال، ټولې دنیا ته ویل یې د بې احترامۍ سبب ګرځي او د ژوند نورو قضاوتونو ته لار پرانیزي. غوره ده تل خپل مسایل په شخصي او سمه توګه د خپلو کورنیو او هغوی چې خوښېږي مو، حل کړئ.
۴: موخې
د موخو او هدفونو پټ ساتل، هغو ته د رسېدو امکان زیاتوي. د موخو د تنظیم په اړه څېړنو ښودلې، د موخو تعریفول او د هغې له امله د ستاینې وړ ګرځېدل د دې لامل ګرځي مغز اندورفین تولید کړي او هدف ته ورسېږي. دا د دې باعث کېږي احساس کړئ څه ته مو لاسرسی پیدا کړی، نو د دې بنسټ په اوږد مهاله کې هدفونو ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوئ.
۵: مالي مسایل
ټول خوښوي ښه څېزونه ولري، او که چېری مونږ ټول هغه ښه څیزونه چې لرو، د نورو سره شریک کړو د هغوی کرکه او حسادت به مو پارولی وي. د مادي لاسته راوړنو پټ ساتل تاسې ته دا امکان برابروي سر بېره پر دې چې د نورو د سترګو له زخم څخه په امان اوسې، یو متواضع او د نورو د پاموړ شخص هم وګرځئ.
سرچینه: نمناک