د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه تازه وینا کې د هندوستان رژیم له هیټلري رژیم سره تشبیه کړی او د هغو ګامونو پر وړاندې یې د نړیوالې مقابلې غوښتنه کړې، چې ده «هیټلري» او فاشیستي ګڼلي.
پر چوپتیا نیوکه که وېره؟
عمران خان په دغه وینا کې پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې، چې ولې یې د کشمیر په اړه د هند د نوي دریځ پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده؟
هغه ویلي: دا چوپتیا د هیټلري خوشالول دي.
عمران خان په دغو خبرو کې د هندوستان حکومت تورن کړی، چې د هندوییزم د برترۍ نظریه لري او د عملي کولو لپاره یې عملاً فاشیستي ګامونه اخلي.
هغه د دغه پورې کړي تور په توضیحاتو کې ویلي: د هندوستان حکومت د هیټلر تګلاره تعقیبوي، هیټلر د نازیانو برتري غوښته او د هندوستان حکومت د هندوانو برتري په فاشیستي ډول پر موږ تپل غواړي.
پاکستاني صدراعظم دا هم ویلي، چې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره په اړیکو او خبرو دی او زر به د هندوستان د تازه ګامونو خلاف په ملګرو ملتونو کې شکایت ثبت کړي.
یو شمېر شنونکو د عمران خان دا څرګندونې له وېرې ډکې ګڼلي او ویلي، چې پاکستان له هندوستان څخه وېریدلی او فکر کوي، چې د کشمیر په بیرته تازه شوي جنجال کې به یې هندوستان ملا ورماته کړي.
کشمیر کې څه کیسه ده؟
د هندوستان حکومت څه موده مخکې د خپل اساسي قانون هغه ماده لغوه کړه، چې له مخې یې کشمیر نور ازاده سیمه نه ده.
کشمیر مخکې د هند د اساسي قانون له مخې د خیبرپښتونخوا د قبایلي سیمو په شان ازاده او خپلواکه سیمه وه.
خو هند وایي دا پریکړه یې ځکه کړې، چې پاکستان د قبایلي سیمو د خپلواکۍ قانون لغوه کړی او دا سیمه یې په بشپړ ډول تر خپلو قوانینو لاندې راوستي.
د کشمیر او جامو ایالتونو لپاره دا ځانګړی حالت د هند د اساسي قانون په ۳۷۰ یمه ماده کې منل شوی و، خو تازه د دغه هېواد ولسمشر رام نات کوییند رسماً دغه ماده لغوه کړه.
هند په ۱۹۴۷ کې له انګریزي ښکېلاک څخه ازادي واخیسته، چې لږ وروسته پاکستان هم له هند څخه جلا او له هماغه وخته دواړه هېوادونه د کشمیر د مالکیت پر سر ناندرۍ لري.
هندوستان تراوسه د پاکستاني صدراعظم دغو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.