د تور پیګۍ غرنۍ لیکنه او راټولونه
که غواړئ داسې شخصيت ولرئ چې د خلکو پام ځانته راواړوئ نو هڅه وکړئ په مثبتو ليدلوريو خپل ځان خلکو ته معرفي کړئ او لاندې ټکي په پام کې ونيسئ.
۱: په ځان باور ولرئ
هغه څه چې د نورو په نسبت ستاسې شخصيت لوړوي او په ټولنه کې د پام وړ ارزښت پيدا کوئ په ځان باور دی، خلک تاسې ته په هماغه سترګه ګوري په کومه چې تاسې ځان ارزوئ. که داسې وانګېرئ چې هيڅ ډول ټولنيز فعاليت نه لرئ يا هم د بيان لپاره کومه پديده نه لرئ او ځان درته بې اهميته ښکاري نو نور خلک مو هم پر وړاندې د بې تفاوتۍ چلند کوي او په کمه سترګه درته ګوري.
خو که برعکس و، تاسې په مثبتې انرژۍ او مثبت فکر د خپل ځان قدرداني وکړه او ځان ته مو د يو مهربانه، هوښيار او باجراته کس په سترګه وکتل نو نور مو هم پر وړاندې همدا ډول دريځ خپلوي او د احترام وړ مو ګڼي. خو دا هم یاد لرئ د ځان غوښتنې او پر ځان د باور ترمنځ توپیر شته.
۲: نورو سره مهربانه اوسئ
که غواړئ چې نورو خلکو ته باشخصيته کس معرفي شئ نورو سره په مخ کېدو مو مثبت احساسات ولېږدوئ، هغوی بايد دا تصور وکړي چې تاسې يې ليدو او خبرو کولو ته خوښ او لېواله ياست، د دې چلند په ليدو مو هغوی هم تاسې سره په خبرو کولو د ارامۍ احساس کوي او ستاسو له خبرو خوند اخلي.
۳- هغه څه کېږي چې تاسې پرې فکر کوئ
که مو داسې وانګېرله چې د مقابل لوري چلند سوړ او له کبره ډک دی او يا په ډېر تحقير کوونکي انداز تاسې ته ګوري نو په ډېر احتمال له همدې ډول چلند سره مخ کېږئ، که مو تصور وکړ چې د مقابل کس رفتار ډېر صميمي، له مينې ډک او په عامه لهجه خندنی دی ډاډه اوسئ چې په چلند يې نه ناهيلي کېږئ او زړه مو نه درماتوي.
۴- زړور او او ډاډمن اوسئ
زړورتيا د شخصيت جوړونې اړين اصل دی، هڅه وکړئ هر کار سره د مخ کېدو په صورت کې ځان بې پروا او زړور وښيئ او مقابل کس ته دا احساس ورکړئ چې له هيڅ څه وېره او حراس نه لرئ هر څه ته په ډاډه زړه ورځئ او لومړی قدم مو ښه په زړورتيا او استقامت اخلئ، او خلکو ته دا احساس ورکړئ چې ستاسې تر څنګ د ارامۍ احساس کوي.په دې کار سره د خلکو تر منځ د باشخصيته او ايډيال کس په توګه پېژندل کېږئ.
۵- باډي لنګويچ( د بدن ژبه) مو کنټرول کړئ
کله چې کوم ځای ته ننوځئ نو ستاسې د بدن حرکات تاسې ناستو حاضرينو ته په بشپړ ډول معرفي کوي، هڅه وکړئ خپلو حرکاتو ته متوجه اوسئ، په خندنۍ څېره، هسک سر او په نورمال حرکت مجلس ته ورداخل شئ، که مو سر ځوړند او سترګې ټيټې وې نو ناست کسان مو په شخصيت او جرات شک کوي او ډېرضعيف مو ورپېژني.
۶- څه ډول سلام ورکړئ
د سلام ورکړه هم په شخصيت جوړونه کې مثبت رول لري، هر کله چې مجلس ته د ننوتو اراده کوئ نو هر چاسره په سلام ورکولو مو پر شونډو مسکا راولئ موسکا د بدن د ژبې هغه مهم حرکت دی چې هر څوک مو ليدو ته ليواله کوي او مقابل کس ته دا احساس ورکوي چې تاسې ډېر مهربانه او مينه ناک شخصيت يئ، ستاسې د خوش اخلاقۍ او صميميت په ليدو په مقابل کس کې هم د مينې او مهربانۍ جذبات راپاريږي او په خندنۍ څېره او ورين تندي مو هرکلی کوي، د سلام ورکولو پر مهال مقابل لوري سره سترګو په سترګو شئ خو له دوامداره کتو ډډه وکړئ او هڅه وکړئ په دې جريان کې مو سترګې د هغې اوږې ته واړوئ او د مقابل کس له سترګو مو نظر لرې کړئ، ځکه دوامداره او نېغ کتل مو مقابل کس ناراحته کوي.
۷- د نورو شخصي حريم ته په درنه سترګه کتل
د چا په شخصي حريم کې لاسوهنه به مو شخصيت راټيټ او د نورو په مقابل کې سپک معرفي کړي، که چا نه غوښتل د کوم څه په اړه تاسې ته وضاحت درکړي او يا مو پوښتنې ځواب کړي نو اسرار او تينګار مه کوئ او هڅه وکړئ ځان لرې کړئ دا کار به مو شخصيت وساتي او مقابل کس ته به د درناوي وړ کس ورمعرفي شئ.