ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي چي د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په عمومي فوټبال لوبغالي کي د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال لوبي پېل سوې.
په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۴ لوبډلو ګډون کړی، چي په یوه اونۍ کي به یادي ۴ لوبډلي یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
یادي ۴ لوبډلي د کابل ولایت غوره ښځینه لوبډلي دي.
د دې سیالیو په رسمي پرانیستنه کي د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست رئیس محمد یوسف کارګر، په فوټبال فدراسیون کي د ښځینه وو د کمېټې مسئولي آرزو رحیمي، د یادو څلورو لوبډلو مسئولینو، ښځینه لوبغاړو او مینوالو برخه اخېسته وه.
د دې سیالیو په پاي که به د مقام لرونکو لوبډلو ترڅنګ یو شمېر غوره ښځینه لوبغاړو ته هم بېلابېلي جایزې ورکړل سي.
د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال دا لوبي د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخېستو سلمي کلیزي په ویاړي جوړي سوي.
د کابل ترڅنګ د هیواد په ټولو ولایتونو کي د افغانستان د بیرته اخېستو سلمي کلیزي په ویاړ د فوټبال، کرکیټ، والیبال، باسکیټبال او دې ته ورته نوري سیالي جوړي سوي.