د بریالیو خلکو د بریالیتوب ۸ مشترک لاملونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
بریالیتوب د هر انسان غوښتنه ده او هیڅ یو انسان نه غواړي چي په ژوند کي دي ناکامي وویني. ډېری ځوانان د ټولني له بریالیو افرادو څخه غوښتني کوي چي دوئ ته د بریالیتوب لاري چاري ور وښيي. لیکوال او څېړونکي، ډاکټر ریچارد اس. تی. جان د يوه اوږدمهاله تحقیق په ترسره کولو سره دې پوښتني ته جواب ویلی دئ. یاد تحقیق د نړیوالي ټولني په سطحه د ۵۰۰ بریالیو کسانو څخه د مرکې یا مصاحبې په شکل په ۷ کلونو کي سوی دئ.
ددې تحقیق اصلي هدف دغه مهم سوال ته جواب موندل دي چي واقعاً چشي د بریالیتوب سبب کېږي؟ د ترسره سوي تحقیق پایلي او نتایج ښيي چي ټول کسان په ۸ زمینو کي یو له بل سره مشترک دي او دغه ۸ عاملونه په کار، علمي یا اجتماعي فعالیتونو کي د دوئ د بریالیتوب سبب سوي دي.
هغه ۸ لاملونه عبارت دي له:
۱ـ بریالي کسان د کار کولو زیات علاقمند دي.
بریالي کسان وايي چي دوئ د خپلو علاقمندیو پواسطه تشویق او هدایت کېږي. دوئ خپل کارونه په خورا ذوق او علاقه سره کوي او همدا ذوق او شوق خپلو همکارانو ته هم انتقالوي.
له کار کولو څخه د دوئ اصلي دلیل د پیسو ګټل نه دي بلکي د کار پایلي یا نتایج دي. دوئ باوري دي چي که خپل کارونه په مینه او علاقمندۍ سره وکړي حتمن شتمني او پیسې هم په لاس ورځي.
۲ـ بریالي کسان سخت زیار ایستوونکي دي
هیڅ شی آسانه په لاس نه راځي او حتمن سخت کار او زیار ته اړتیا لري. کار کول هیڅ وخت آسانه نه دي خو کوښښ وکړئ کوم کار چي کوئ له هغه څخه خوند واخلئ. که دغه فکر ولرئ کولای سئ سخت کار کول په خپل ذهن کي وروزئ.
ځیني وخت د ټولني کسان فکر کوي چي بریالي کسان د خپلو کارونو معتادین سوي دي خو د هغوی له پاره تر دې ډېر بهترین تعبیر سته چي هغوی د لېونو په شان کار کوونکي دي.
۳ـ بریالي کسان ښه کار کوي.
ټول بریالي کسان په دې باور دي چي د کامیابه کېدو له پاره له زړه څخه کار وکړئ او په هغه کار کي عالي او ستر جوړ سئ. په کار کي هیڅ جادو نسته، ټول تمرین، تمرین او بیا هم تمرین دئ. په تمرین کولو سره همېشه کولای سئ چي یو کار په خورا ښه ډول اجراء کړئ.
۴ـ بریالي کسان تمرکز کوي
بریالي کسان معمولاً په خپلو ذهنو کي خورا ابتکارانه نظریات لري خو دا موضوع چي څوندي یو ښه فرصت دئ، که تمرکز نه وي کولای سي چي د یوه تهدید په توګه وګڼل سي. د زیاتو نظریاتو لرل، لکه پر یوه سرکښه آس سپرېدل داسي دي چي هره شېبه تاسي یوه لوري ته بیايي او که ونه سئ کولای چي هغه را مهار کړئ او په یوه مستقیمه لاره ئې روان کړئ هیڅکله تاسي خپل منزل او مقصد ته نه رسوي. نو همېشه کوښښ وکړئ چي پر خپل کار باندي تمرکز وکړئ او هیڅکله هغه صرفنظر نه کړئ.
۵ـ بریالي کسان ځانونه تشویقوي
بریالي کسان همېشه وايي چي ځانونه تشویق کړئ، هم له جسمي او هم له روحي لحاظه. ځانونه د ځانو له خجالتولو او شرمنده کولو څخه خلاص کئ. ټول انسانان باورمند دي چي د فرد په ژوند کي تر ټولو اغېزناک کسان – د دوئ په تشویق او ترغیب کي – د دوئ مورګاني دي. همدوی مېندي دي چي خپل اولادونو ته حرکت، ولاړېدل، ځغستل ورښيي او مدرسې، ښوونځي، پوهنتون ته پر تګ، واده، کسب او کار او په زرونو نورو کارونو ته ئې تشویقوي.
۶ـ بریالي کسان نورو خلګو ته خدمتونه کوي
دوئ وايي: کوښښ وکړئ چي ځان ته د خدمت کولو پر ځای نورو ته خدمت وکړئ. ټول خلګ خوښوي چي ښه او باکیفیته کور، موټر او نور امکانات ولري او په دغه لاره کي کوښښ کوي. که ستاسي هدف دا وي چي په واقعیت کي غواړئ ځان ته خدمت وکړئ خو پر ځای ئې کوښښ وکئ چي په ټولنه کي اړتیا حس کړئ او د همدې اړتیا پر اساس ټولني ته خدمت وکړئ.
یو نوی محصول اختراع کړئ یا مخکیني محصولات په ښه بیه ورکړئ او د خلګو ژوند هوسا کړئ. مطمئن اوسئ نورو ته په دغو خدمتونو کولو سره به ډېره ښه نتیجه حاصله کړئ چي ډېره مهمه ئې د موټر، کور او امکاناتو په لاسته راوړلو سره د ژوندانه کیفیت لوړولو هغه ده. نو لومړی د نورو فکر وکړئ او هغوی ته ارزښتمن شی وړاندي کړئ او مطمئن اوسئ له دغه طریقه کولای سئ شتمن سئ.
۷ـ بریالي کسان نظریات لري
بیل ګیټس وايي: یوازینی شی چي ما درلودی یوه نظریه وه: د ریز کامپیوترانو لومړنی شرکت پرانیستل. البته دا یوه معمولي نظریه نه وه بلکي یوه فوق العاده هغه وه. مطمئن اوسئ د راتلونکي جوړول هیڅکله تر ډېره په خلاقیت پوري اړه نه لري بلکي یوازي د ساده او آسانو کارونو کول دي. نوي نظریې همېشه یوشان نه وي، کېدای سي ډېري نظریې چي په تازګۍ سره ستاسي ذهن ته درغلي وي کلونه وړاندي په نورو هیوادونو کي اجراء سوي وي او بریالي کسان وايي چي عموماً بریالي محصولات هغه وخت حاصلېږي چي، د علم، تجربې او مختلفو نظریاتو سره د افرادو ابتکارانه نظریات یوځای سي.
۸ـ بریالي کسان مقاومت کوي
دوئ وايي چي تاکید د بریالیتوب لومړنی دلیل دئ. تاسي باید د ماتي په مقابل کي مقاومت وکړئ، د بې بنسټو خبرو په وړاندي مقاومت وکړئ، د مسکین کېدو او فقیر کېدو په وړاندي مقاومت وکئ، د ټولو هغو بدیو څخه د مخنیوي په خاطر چي تاسي ته در پېښېږي او د ټولو خوښیو له پاره چي کولای سي ستاسي سره مخامخ سي مقاومت وکړئ.
تاسي هم دغه ۸ کارونه وکړئ او مطمئن اوسئ چي دغه د بریالیتوب ستر عاملونه دي.