ژباړه: نسیمه محمدي
د پښو د ګوتو انحراف د ډېری خلکو ستونزه ده چې هېڅ معلومات یې په اړه نلري. که چېری تاسې یا خپلوان مو د دې ستونزې سره مخ یئ، نو اړینه ده دا مطلب ولولئ.
د پښو د شصت ګوتو کوږوالی ارثي ریښه لري
د پښو د شصت ګوتو انحراف زیاتره ارثي وي. دا په دې معنا نده که پلار یا نیکه دا ستونزه ولري، نو زوی یا لمسیان به یې حتماً دا ستونزه لري. همدارنګه د پښې د غټې ګوتې کوږوالی په نارینه وو کې نسبت ښځینه وو ته کم دی. خو ممکن نیکه یا انا مو دا ستونزه ولري او لمسیانو ته یې هم ورسېږي.
د جګو پوندو بوټونه دا ستونزه نوره هم ډېروي
هڅه وکړئ چې له جګو او نوک تېزه بوټونو څخه ګټه وانخلئ. د څېړونکو په وینا: دا ډول بوټونه د پښو د ګوتو په کوږوالي کې ډېر رول لري.
د راپورونو په اساس، لامل یې دا دی چې جګ بوټونه پښه غېر عادي حالت ته کشوي او دا د دې لامل ګرځي تر څو د پنجې په ښکتنۍ برخه ډېر فشار راشي او دا ټول د ګوتو د انحراف سبب ګرځي. جګ بوټونه د پښو عضلې کلکوي. نوک تېزه بوټونه د ګوتو د کږېدو او جمع کېدو سبب ګرځي او وضعیت لاپسې بتروي.
د پښو د ګوتو کوږوالی د هډوکو وده نده.
د تر سره شویو څېړنو په اساس د پښو د ګوتو کوږوالی د هډوکو د ودې لامل ندی، اصلي لامل یې هغه شرایط دي چې د پښو د شصت مفصل او هډوکي له داخلي لوري په پوستکي فشار راوړي. د هډوکي له حده زیاته وده هم کولای شي دا کوږوالی زیات کړي، خو د هډوکو وده په یواځې د دې ستونزې لامل کېدی نشي.
کوږوالی په بېلابېلو اندازو وي
د پښو د ګوتو کوږوالی په کوچنۍ اندازه پېل او په تدریجي ډول وده کوي. د ودې موده یې توپېر کوي. د کوږوالي کچه کېدی شي ډېره چټکه وي او کله هم د څو کلونو په موده کې ډېر شي. د ځینو پښو کوږوالی د تل لپاره کوچنی پاتېږي، خو ځینې یې ورو، ورو غټېږي. د پښو د ګوتو کوږوالي درد د هغه د سایز او اندازې سره تړاو نلري. ځینې وختونه لوی کوږوالی اصلا درد نلري، خو کوچني انحرافونه د شدید درد لامل کېدای شي.
د پښې د شصت انحراف کولای شي د پښې بڼې ته بدلون ورکړي
د پښو د شصت ګوتو کوږوالي ته مو پاملرنه وکړئ. ځکه که د پښې انحراف پرمختګ وکړي کوږوالی لا ډېرېږي او امکان شته چې د پښې دویمې ګوتې په لور ګږېدل پېښ شي. د شصت ګوته کولای شي د دویمې ګوتې ځای ته بدلون ورکړي او ممکن د څنګ ګوتې پر سر ځای ونیسي. د دې وضعیت په دوام دوهمه ګوته خپل ځای بدلوي. ممکن دوهمه ګوته د غټې کوتې په سر مایله شي او پاتې ګوتې هم په هماغه لوري متمایلې شي. په هر صورت باید پوه شئ د پښو د شصت انحراف د پښو د شکل بدلون لامل ګرځي.