د ژوندانه پر غوښتنو د پوهېدو او اشنا کیدو ۷ ګامونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
موږ ډېری پرته له دې چي له ژونده پر خپلو واقعي غوښتنو باندي واقف اوسو، خپل عمر تېروو. زموږ څخه ډېری یوازي د عادت له مخي او یا هر هغه څه چي له ماشومتوبه مو زده کړي دي په کارونو آخته یوو او پرته له دې چي هغوی ته د نقد په سترګو وګورو او یا شک وکړو چي آیا زموږ دا پرېکړي زموږ له پاره مناسبي دي کنه. په همدې خاطر خو موږ ډېری په دغسي يوه ژوند کي هیڅ خوشحالي نه حسوو. له ژونده زموږ پر واقعي غوښتنو پوهېدل آسانه کار نه دئ، په یوه لحظه کي نه راښکاره کېږي بلکي زیات وخت او تلاش ته اړتیا لري. موږ په دې لیکنه کي ۷ هغه حللاري معرفي کوو چي په دې برخه کي ستاسي سره مرسته کولای سي.
۱ـ تېر هېر کړئ
له ژونده د خپلو غوښتنو په باره کي تر فکر کولو دمخه، تېر هېر کړئ. ومنئ چي هیڅ معجزه نه سي کولای چي تېري سوي غلطۍ تغیر کړي. خپل پام مو ((حال)) او نژدې راتلونکي ته واړوئ او دغه ډول مو ژوند پر مخ بوزئ.
۲ـ خپلي واقعي غوښتني او اړتیاوي وپېژنئ
وګورئ چي په ژوند کي د خوشحاله اوسېدو له پاره چشي ته اړتیا لرئ. دا به خود یو سخت او ستونزمن کار وي چي ستاسي ډېر وخت به نیسي. فکر وکړئ چي کوم څیزونه ستاسي ته ډېر اهمیت لري؟ مینه، کورنۍ، که مالي وضعیت. هرکله چي مو ددې سوالونو جوابونه وفهمول، بیا نو د هغه څه فهمول چي د یوه خیالي او مطلوب ژوند له پاره ئې لرئ آسانه کېږي.
۳ـ کوم څیزونه/شیان ستاسي د خوشحالۍ سبب کېږي؟
آیا پوهېږئ چي کوم شی تاسي د زړه له تله خوشحالوي؟ هره ورځ دې موضوع ته څو دقیقې فکر وکئ او ټولو هغو کارونو ته چي ستاسي خوښېږي او تاسي ته انرژي او سېک درکوي. کله چي مو دې مواردو ته توجه وکړه، د ژوند پر غوښتنو پوهېدل درته آسانه کېږي. که پر کار او شغل باندي فکر کول مو ناراحته کوي، همدا ئې وخت دئ چي د خپل شغل یا هدف په باره کي بیاځلي فکر وکړئ.
۴ـ په ۵ راتلونو کلو کي به څنګه حالت لرئ؟
آیا تر اوسه مو د خپلو راتلونکو ۵ کلونو وضعیت ترسیم کړی دئ؟ کېدای سي په راتلونکي کي د ځان انځورول یا ترسیمول ستونزمن وي، خو ستاسي سره مرسته کوي چي له ژونده پر خپلو واقعي غوښتنو پوه سئ. فکر وکئ چي غواړئ کومو اهدافو ته ورسېږئ خو کوم مهارتونه په ځان کي پیاوړي او غښتلي کړئ. هرکله چي ددې سوالونو پر جوابونو پوه سواست، اهدافو ته د رسېدو له پاره مو پروګرام جوړ کړئ.
۵ـ یوه مشغولتیا یا فرعی کار تعقیب کړئ
د ژوند پر واقعي غوښتنو د پوهېدلو له پاره یوه اثر بخښوونکې طریقه، د مختلفو او نوو کارونو تعقیبول او تجربه کول دي. کېدای سي له پایلي څخه ئې حیران سئ او داسي شیان ووینئ چي تر اوسه ورباندي د ځان په اړه نه پوهېدلاست، او په دې ډول مو د خپلو لومړیتوبونو او اهدافو په اړه تجدید نظر وکړئ.
۶ـ کوم شیان مو واقعاً خوښېږي؟
پوه سئ چي کوم شیان تاسي زهیروي او ټول هغه څیزونه چي تاسې په خپل ژوند کي غوښتونکي نه یاست او مجبور نه یاست چي په ژوند کې وکړئ. سپارښتنه کوم د ټولو هغو شیانو یو فهرست چي ورڅخه بېزاره ياست جوړ کئ. دا لیست ستاسي سره مرسته کوي څو پوه سئ چي د خوشحاله اوسېدو له پاره باید چشي وکړئ. کېدای سي له خپل اوسني کِسبه خوښ نه یاست او یا کېدای سي چي ستاسي بهترین دوست په واقعیت کي ستاسي بهترین دوست ونه اوسي. په هر صورت، له همدې ننه د خپل ژوند د بهبود په اړه هڅي شروع کړئ. تر دې ټولو په هاخوا، ستاسي ژوند تر هغه لنډ دئ چي تاسي خپل وخت په داسي شیانو سره تېر کړئ چي نه مو خوښېږي.
۷ـ مشورې او لارښووني ومنئ
که له پورتنیو حللارو خسته سوي یاست او بیا هم نه سئ کولای چي خپلي غوښتني وپېژنئ، سپارښتنه کوم چي له یوه کس سره خبري وکړئ ( له والدینو او یا د کورنۍ له يوه غړي، یوه دوست، یا شاید یوه مشاور یا ارواپوه سره). په دې کي هیڅ بد نسته چي کله له چا څخه نصیحت یا لارښوونه واخلو. ستاسي ملګری یا دوست کېدای سي داسي خبري وکړي چي تاسي هیڅکله هغو ته توجه نه وي کړې او په مرسته ئې وکولای سئ د ژوند له اهدافو سره مو آشنا سئ.
هیله من یوو چي پورته لارښووني به ستاسي سره په ژوند کي د خپلو اهدافو په پېژندلو کي مرسته وکړي. ژوند ډېر آسان هم نه دئ او باید همېشه چمتو اوسئ څو له نوو ننګونو سره مخامخ او بريالي سئ. که ستاسي ذهن ته نوري حللاري درځي، وې لیکئ.