وړم ماخستن د آرسنال او بارسلونا فوټبال لوبډلو ترمنځ د بارسلونا په کوربتوب د خوان ګمپر په نوم د فوټبال د دوستانه سیالیو پایلوبه ترسره سوه، چي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۱ آرسنال ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د آرسنال لپاره اُبومیانګ، خو د بارسلونا لپاره لیویز سواریز او یو ګول خپله د آرسنال یوه لوبغاړي په غلطۍ پر خپل ګول وواهه.
په دې سره یاد جام بارسلونا د ۴۰تم ځل لپاره خپل کړ او هم وتوانېده، چي د ۷م ځل لپاره په پرلپسې ډول د یاد کپ اتلولي خپله کړي.
تر یادي لوبي مخکي په نیوکمپ لوبغالي کي د نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي په لوبغالي کي ټولو مینوالو ته خبري وکړې هغه وویل، چي موږ په راتلونکي پړاو کي په ټولو ټورنمنټونو کي د اتلولۍ لپاره جنګیږو.
هغه چي اوس د بارسلونا د لوبډلمشر دنده ور په غاړه د یادو څرګندونو ترڅنګ ئې وویل((دا ډېره سخته ده، چي د تېر پړاو وروسته خبري وکړې، خو هغه خبره، چي مي په تېر پړاو کي کړې وه، زه پر پښېمانه نه یم او بیا هغه وعده درکوم))
لیونل میسي د راتلونکي پړاو په اړه وویل(( زه په دې کي هیڅ شک نلرم، چي په راتلونکي پړاو کي به پر ډېر څه کار وکړو، زه باوري یم، چي زما لوبډله به ښه لوبیږي، ځکه موږ ښه لوبغاړي او ښه تخنیکي کارکونکي لرو، موږ په ټولو ټورنمنټونو کي د اتلولۍ لپاره جنګیږو))
لیونل میسي تېر پړاو د بارسلونا مینوالو ته د چمپېنزلیګ د ګټلو وعده ورکړې وه، خو بارسلونا د یاد ټورنمنټ په نیمه پایلوبه کي د لیورپول څخه سخته ماته وخوړه او و ئې نسو کړای، چي پایلوبي ته ووځي.
هغه کپ لیورپول خپل کړ.
بارسلونا بیا په تېر پړاو کي د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ اتلولي خپله کړه.