د انګلستان د فوټبال ستر لیګ ۳ ورځي وروسته پېلیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د انګلستان د فوټبال لیګ )پرېمرلیګ) ۲۷ کاله مخکي په ۱۹۹۲م کال کي پرانیستل سو، چي تر اوسه ۲۷ ځله ترسره سوی او بېلابېلو لوبډلو پکښي اتلولي خپله کړې.
ددې لیګ ۲۸م پړاو لوبي د روان ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتي په ۹مه نېټه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ پېلیږي.
یادي ۲۰ لوبډلي منچسټر سیټي، منچسټر یونایټیډ، لیورپول، چلسي، آرسنال، آسټون ویلا، اې ایف سي بورنیمونت، برایټون، برنلي، کرسټال پلاس، ایورټون، لیسټر سیټي، نیوکاسټل یونایټیډ، نوریچ سیټي، شیفیلډ یونایټيډ، سوتامپټون، تاتنهام، ولفورډ، ویسټ هام یونایټیډ، او ولویرام پټون وانډریرز دي.
دا ۲۰ لوبډلي به د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د مې میاشتي تر ۱۷مي نېټې پوري د انګلستان هیواد په بېلابېلو ښارونو کي د تګ او راتګ په ډول یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
که هرې لوبډلي زیاتي نمرې خپلي کړې، هغه ټیم د یاد لیګ اتلولي خپلوي.
پر بریا ۳ نمرې، پر مساوي یوه، خو پر بایللې بیا هیڅ نمره نسته.
ددې لیګ د تېر پړاو اتلولي منچسټر سیټي خپله کړه.
دا ددې لوبډلي څلورم ځل وو، چي د پرېمرلیګ په سیالیو کي ئې لومړی مقام خپل کړ.
د انګلستان ددې سیالیو ډېره اتلولي منچسټر یونایټیډ خپله کړې، چي دا ټیم توانېدلی ۱۳ ځلي لومړی مقام خپل کړي. ورپسې چلسي ۵ ځلي، منچسټر سیټي ۴ ځلي، آرسنال ۳ ځلي او بلک بورن رایورز او لیسټر سیټي بیا یو ـ یو ځلي لومړی مقام په دې لیګ کي خپل کړی.
منچسټر یونایټیډ ۱۹۹۳، ۱۹۹۴، ۱۹۹۶، ۱۹۹۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۰، ۲۰۰۱، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷، ۲۰۰۸، ۲۰۰۹، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلنو کي لومړي مقامونه خپل کړي.

چلسي په ۲۰۰۵، ۲۰۰۶، ۲۰۱۰، ۲۰۱۵، او ۲۰۱۷ کلنو کي ځان اتلولۍ ته رسولی.

received_411371292814684.jpeg
منچسټر سیټي په ۲۰۱۲، ۲۰۱۴، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کلنو کي دا کپ ګټلي.

received_350746142535885.jpeg
آرسنال په ۱۹۹۸، ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴م کلنو کي لومړی مقام خپل کړی.

received_437137753812503.jpeg
بلک بورن رایورز په ۱۹۹۵ او لیسټر سیټي بیا په ۲۰۱۶م کلنو کي دا جام ګټلي.

received_460418211471648.jpeg
د انګلستان د فوټبال لیګراتلونکی پړاو، چي درې ورځي وروسته پېلیږي ټولو ګډونوالو لوبډلو ورته چمتوالی نیولی.