مثبت ګرايي د نن ورځي په اصطلاحاتو کي یوه نوې رغېدونکې اصطلاح ده. چي ځینو په خوشبینۍ سره معنا کړې او ځینو نور بیا هغه په مثبته انرژي اخیستلو یا لېږلو سره هم معنا کړې ده. همدارنګه ځینو دغي اصطلاح ته فعالانه اړخ هم ورکړی دئ او مثبت فکر کول ئې خلاقیت ګڼلی دئ. نو داسي ایسي چي مثبت فکر کول دمخه تر دې چي تعریف کړه سي باید له هغه څخه چي نه دي – تمیز او تفکیک کړه سي. یا په بل عبارت باید مشخصه سي چي مثبت فکر له کومو شیانو سره غلط تعبیرېږي. په دې اړه دا لاندي ۷ نقطې درسره ولولئ:
اول: مثبت ګرايي، مطلق او قطعي اعتماد نه دئ. د مطلق اعتماد سکې بله خوا، بدبیني ده. هُنر خو دا دئ چي پر غلو باندي باور ونه کړئ او له بلي خوا څخه بریالي او غوره دوستان په خپلي بې باورۍ او بې اعتمادۍ سره ونه ځوروئ او د اړیکي شغلې مو پیکه نه کړئ. مې هېروئ چي نن سبا محفوظ ځایونه هم وهل (غلا) کېږي او بل لا بهترین دوستان هم پر هیڅ باندي له لاسه ورکول کېږي.
دوهم:
مثبت ګرايي، یوازي د خولې او ژبې تر مفتو جار و قربان پوري مختص نه دي.
درېیم:
مثبت ګرايي، له تعارضه تېښته او له انتقاده پرهېز کول نه دي. ضرور نه ده چي د خپلو عقایدو او باورونو په بیه، له نړۍ سره په سوله کي اوسو او واقعیتونه ونه منو. یو ملګری مي وو چي له هدیرې څخه به تښتېدی او د خپلوانو په فاتحو کي بې ګډون نه کاوه. کله چي مې سبب ورځني وپوښتی ویل دا کار له مثبت ګرایۍ سره سر نه خوري.
څلورم:
مثبت ګرايي، بې حسابه و بې کتابه مینه کول نه دي. انسان ددې توان نه لري چي د خپلي بې حسابه میني تاوان دي بیرته ورکړي. د انسان ظرفیت د دغه و هغه مخ ته د ورکېدو له پاره محدود دئ.
پنځم:
مثبت ګرايي، په درملو او خوشحالوونکو موادو پوري تکیه کول نه دي. مصنوعي خوښۍ، د انسان احساسات او باورونه غیر واقعي کوي.
شپږم:
مثبت ګرايي، د نړۍ تصورول نه دي. څوک چي مال او شتمني د لاس خیره بولي او له دنیا و مافیها څخه غافله کېږي، ځیني وختونه د روزګار له لاسه ور پېښه وي. نن سبا د دنیا مدیریت بېخي ډېر ضروري دئ.
اووم:
مثبت ګرايي، په حال کي اوسېدل او له سبا څخه غافله کېدل نه دي. پر حال شکر کښل او دم غنیمت شمېرل به خود لوی هُنر وي خو په دې شرط چي سبا ئې تاوان نه وي کړی!