که نوي شرکتونه جوړوئ په دې ډول یې بریالي کړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د شرکتونو جوړول په ټوله نړۍ کې یو عام اقتصادي عمل دی؛ خو ډېر ځله دغه کار له ستونزو او ناکامیو سره مخ کیږي.
څه باید وکړو، چې له دغه وضعیت سره مخ نه شوو؟
دلته په همدې اړه ځینې مهمې او ګټورې مشورې درسره شریکوو.
که پر دې مشورو عمل وکړئ، تمه شته، چې شرکتونه مو بریالي او له ناکامۍ وژغورل شي!
نوښت وکړئ
که یو تولیدي، مشورتي، خدماتي یا بل هرډول شرکت جوړوئ، پردې تمرکز وکړئ، چې نوښت پکې وشي.
که د نوښت مسئله په پام کې نه وي، ستاسې د بري چانس کمیږي.
ځکه اول باید د یوه پلورونکي یا خدماتي اړخ پرځای د یوه خدمت ترلاسه کوونکي او پېرودونکي اړخ په توګه ووینئ، چې ستاسې راتګ اقتصادي بازار ته څه جذابیت، نوی والی او خاص ارزښت لري.
له دې سره پوهیږئ، چې نوی کار، نوی تولید، نوی خدمت، نوې مشوره او په ټوله کې نوي شیان د خلکو اړتیاوې دي.
دا اړتیاوې په هره برخه کې چې پانګونه او فعالیت پیلوئ، په پام کې ونیسئ او د بري تمه وکړئ.
رهبري باید واقعي وي!
رهبري یوازې سیاست نه؛ بلکې اداره، اقتصاد او بله هره برخه کې کیدای شي.
که تاسې خپله خپل شرکت رهبري کوئ، یا بل چا ته سپارئ، باید د رهبرۍ له واقعي والي او بشپړوالي یې مطمین شئ.
که مطمین نه وئ، ستاسې بریالیتوب هم ډاډمن او زیات د تمې وړ نه دی.
ښه ټیم ولرئ
یوازې ښه رهبري هم بسنه نه کوي؛ که ښه رهبر ناښه ټیم ولري، د بریالیتوب تمه یې نیمګړې ده.
هڅه وکړئ، چې ښه ټیم رامنځته کړئ څو ښه ټیم له غوره رهبرۍ او نورو ښو اړخونو سره په ګډه ستاسې فعالیت کامیاب او مطلوبو پایلو ته ورسوي.
مرسته وغواړئ!
هرکار خپل ماهرین لري، که تاسې د اړوندې برخې له ماهرینو سره له مشورې پرته لاس په کار شئ، سخته ده چې بریالي شئ.
د نورو له تجربو، مشورو، زده کړو او لارښوونو پخپل کاروبار کې ګټه واخلئ.
که داسې ونه کړئ، پخپله د هر څه تجربه کول به درته ګران او تاواني تمام شي!
قانوني اوسئ!
هرکار خپل قانوني اړخونه لري، چې باید پوره یې کړئ.
مثلاً: شرکت مو رسمي وي، جواز واخلئ، د قانون او اړوندو اصولو له پام کې ساتلوسره استخدام، تولید، فعالیت او خدمات ولرئ.
له دې پرته ستاسې هرډول ښه کار ته د شک په سترګه کتل کیږي او باید هم وکتل شي!
قرادادونه مه هېروئ!
کاروبار د ژبې او شفاهي خبرو په وسیله نه کیږي؛لازمه ده چې هوکړې، پېرو پلور، د کارکوونکو استخدام او هر څه مو د قراردادونو له مخې وي او رسمي اسناد یې ولرئ.
له دې پرته تاواني کیږئ، غولول کیږئ، غیرمسلکي ښکارئ او ښو پایلو ته نه شئ رسیدای!
خپلې ایډیاوې وساتئ!
لکه څنګه چې تاسې ته څوک مفته مشورې او لارښوونې نه درکوي او دایې حق دی؛ همداسې باید خپل حق و مسولیت دواړه وګڼئ، چې د خپلو ایډیاوو ساتنه وکړئ.
که داسې نه وي، ستاسې پلانونه نور خلک غلا کوي او تاسې د ایډیاوو له کمښت او ناکامۍ سره مخ کیږئ.
په پلان مخته لاړشئ!
له پلان سره سم تګ بیخي ضرور دی؛ که یو دم ټوله شتمني یو ځل په پانګه بدله او خپل ټول فکري، مالي او انساني امکانات ولګوئ، ښه نه ده.
کیدای شي په اوایلو کې ماتې سره مخ شئ، تاوان وکړئ او د ضربې لیدلو ترڅنګ مو له کاروباره زړه تور شي.
سوکه او تدریجي مخته لاړشئ او د پلان مطابق اوسئ.
له سیالۍ مه وېریږئ!
کاروبار هم د هرڅه په شان په سیالۍ ښه ښکاري؛ ورسره ځان بلد کړئ، حریفان وټاکئ، رقابت وکړئ او ښه په دقت یې وکړئ.
له دې پرته پرمختګ درته سخت دی، ابتکار نه شئ کولای او په نورو برخوکې هم ستونزو سره مخ کیږئ.
مهارت مو وښيئ!
مهارتونه مختلف او بېلا بېل دي؛ مثلاً: د ښو تبلیغاتو، ښو اړیکو، ښو تولیداتو، ښو خدماتو او نورو له لارې تاسې خپله برتري څرګندولی شئ.
که له مهارتونو مو ګټه وانخلئ، په دې مانا چې هیڅ مهارت نه لرئ او هسې خپل وخت ضایع کوئ.
اړیکې پراخې کړئ!
اړیکې په هر مسلک و کار کې ضرور او په درد خوړونکي دي.
که اړیکې مو ښې او پياوړې نه وي، درته به سخته وي، چې په محدوده فضا او امکاناتو مخته لاړشئ.
اړیکې ستاسې کاروبار او شخصیت ته وده او اعتبار ورکوي، لازمه پاملرنه ورته ولرئ.
آرامه اوسئ!
ځينې د یوه کار له پيل سره سم غوغا جوړوي، احساساتي کیږي او فکر کوي، چې هرڅه یې بدل کړي او بدلولی شي.
البته دا کار هم تر یوه حده ښه ده، تاسې ته روحیه او جذبه درکوي، خو په ټوله کې پر ځان زیات غره کیدل تاوان لري؛ په کاروبار کې خو بیخي.
ځکه وایوو،چې آرامه اوسئ، نور واورئ، ځان وارزوئ او په حوصلې مخته لاړشئ.
له کاره خوند واخلئ!
کار و کسب مینه او علاقه غواړي، که ورته په نه زړه کینئ، خرابیږئ او تاوان کوئ.
مینه هرڅه کامیابوي، کارونه مو په مینه مخته یوسئ او خوند ترې واخلئ.