فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ د کال غوره فوټبالر، د کال غوره فوټبالري، په نارینه لوبډله کي د کال غوره روزونکي او د ښځینه وو په برخه کي د کال غوره ښځینه روزونکي په موخه ۱۰ ـ ۱۰ نوماندان اعلان کړل.
د یادو لسو نوماندانو له ډلي به په سپټمبر میاشت کي یو ګټونکی اعلانیږي.
موږ دلته د هغه ۱۰ نوماندانو په اړه معلومات درکوو، چي د کال غوره فوټبالر جایزې ته، د کال غوره فوټبالري جایزې ته او د نارینه او ښځینه وو په لوبډله کي د کال غوره روزونکي ته نوماندان دي.
لومړی د کال غوره نارینه لوبغاړي ته کاندید ۱۰ لوبغاړي:
۱ـ کریسټیانو رونالډو: د ایټالوي کلب جیونټوس کلب او پرتګال ملي لوبډلي لوبغاړی.
۲ـ لیونل میسي: د هسپانوي کلب بارسلونا او آرجنټاین ملي لوبډلي لوبغاړی.
۳ـ فن دایک: د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول او هالنډ ملي لوبډلي لوبغاړی.
۴ـ سادیو معني: د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول او سنګال ملي لوبډلي لوبغاړی.
۵ـ محمدصلاح: د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول او مصر هیواد ملي لوبډلي لوبغاړی.
۶ـ ایډین هازارډ: د هسپانوۍ لوبډلي ریال ماډریډ او بلجیم هیواد تکړه لوبغاړی.
۷ـ کیلین امباپې: د فرانسې کلب پي ایس جي او فرانسې هیواد ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی.
۸ـ هیريکین: د انګلستاني کلب تاتنهام او انګلسان هیواد ملي لوبډلي لوبغاړی.
۹ـ دي لیخت: د ایټالوی کلب جیونټوس او هالنډ ملي لوبډلي لوبغاړی.
۱۰ـ فرانګي دیانګ: د هسپانوۍ لوبډلي بارسلونا او هالنډ ملي لوبډلي لوبغاړی.
دا جایزه تېر کال د ریال ماډریډ مرکزي لوبغاړي موډریچ خپله کړې وه، خو دا کال په دې لس کسیزه لیست کي هغه هیڅ نسته.
دوهم: د ښځينه وو ترمنځ د کال غوره لوبغاړې ته کاندیدي ۱۲ لوبغاړي:
۱ ـ لوسي برونزو: د انګلستاني ملي لوبډلي لوبغاړې.
۲ـ جولي ارتز: د امریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۳ـ کارولین ګراهام: د ناروې فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۴ـ آدا استولسمو: د ناروې د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۵ـ آماندین آنري: د فرانسې هیواد د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۶ـ سم کر: د آسټرالیا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۷ـ رز لاوله: د آمریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۸ـ ویویان میدما: د هالنډ د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۹ـ الکس مورګان: د امریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۱۰ـ مګان راپینو: د آمریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۱۱ـ وندي رنار: د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
۱۲: آلن وایت: د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.
دا جایزه تېر کال مارټا ګټلې وه.
درېیم: د نارینه وو په برخه کي د کال ۱۰ نوماند روزونکي:
۱ـ ډجمال بیلماډي: د الجزایر ملي لوبډلي روزونکی.
۲ـ ډیډر ډیشام: د فرانسې د ملي لوبډلي روزونکی.
۳ـ مارسلو ګالارډ: د رایور پلاټ کلب روزونکی.
۴ـ ریکارډو ګاریسا: د پیرو د ملي لوبډلي روزونکی.
۵ـ پیپ ګوارډیولا: د منچسټر سیټي کلب روزونکی.
۶ـ یورګن کلوپ: د لیورپول روزونکی.
۷ـ پوچیټینو: د ټاټنهام کلب روزونکی.
۸ـ فرنانډو سانټوس: د پرټګال ملي لوبډلي روزونکی.
۹ـ ایریک ټین هاګ. د اژاکس کلب روزونکی
۱۰ـ ټیټي: د برازیل ملي لوبډلي روزونکی
تېر کال دا جایزه ډیډر ډیشام ګټلې وه.
څلورم: د کال غوره ښځینه لوبډلو روزونکی ته ۱۰ نوماندان:
په دې هم نارینه روزونکي هم ښځينه روزونکي دي، خو لوبډلي ټولي ښځینه دي.
۱ـ میلینا برټولینا: د ایټالیا فوټبال ملي لوبډلي روزونکې.
۲ـ جیل ایلیس: د امریکا فوټبال ملي لوبډلي روزونکې.
۳ـ پیټر ګرهارډسون: د سویډن ملي لوبډلي روزونکی.
۴ـ فوټوشي ایکیډا: د جاپان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلي روزونکی.
۵ـ انټونیا ایز: د هسپانیا د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلي روزونکې.
۶ـ جوي مونټيمورو: د ارسنال د ښځینو فوټبال لوبډلي روزونکی.
۷ـ فیل نیویل: د انګلستان د ښځینو فوټبال لوبډلي روزونکی.
۸ـ رینالډ پیډرو: د لیون د ښځینو د فوټبال لوبډلي روزونکی.
۹ـ پاوول ریلي: د شمالي کارولینا کورج د ښځینو د فوټبال لوبډلي روزونکی.
۱۰ـ سارینا ویګمن: د هالنډ د ښځینو فوټبال لوبډلي روزونکې.
دا جایزه تېر کال رینالډ پیډرو خپله کړې وه.
د کال غوره لوبغاړي، د کال غوره ښځینه لوبغاړې، د کال غوره د نارینه لوبډلي روزنکي او د کال غوره ښځینه لوبډلو روزونکي ته به جایزې د روان ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۲۳مه نېته په میلان ښار کي ورکول سي.
د سپټمبر میاشتي په ۲۳مه نېټه د ماپښین په ۴:۳۰ بجې د نارینه لوبډلي غوره روزونکی، مازدیګر پر ۵:۳۰ بجې د ښځینه لوبډلي غوره روزنکی او مازدیګر پر ۶:۳۰ بجې بیا د کال غوره ښځینه لوبغاړې او لوبغاړی اعلانیږي.