خیال او ګټې یې

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
 د مریام او بستر فرهنګ مطابق: ( د خیال لیدل، خواږه خوبونه، خوند د انځور جوړونې لپاره یو ډول لېوالتیا ده). د دې تعریف سره ویلې شو، خیال لیدل د لنډ مهاله رخصتیو په څېر دی، چې دېرې ګټې لري او د علمي اړخه هم ثابت شوي!
 مغز ته تمرین ورکول «نه ذهن»
خیال لیدل یو له با ارزښته او سختو چارو څخه دی. د تېر یادونه او راتلونکې انځورول، د تفکر یو له پېچلو بڼو څخه ده او څنګه چې پوهېږو، انسان یواځې د دې سیټ یو عنصر دی چې دا وړتیا لري. خیال لیدل او فکر، په حقیقت کې هماغه د فکر د فزیکي تاثیر بڼه ده چې په هر شخص کې د نویو اطلاعاتو په ځواب کې، په مداوم شکل بدلون کوي.
د خیال لیدلو سره د نوښت ګرۍ احساس
په حقیقت کې د ښو، نوښتګر او مشهورو کسانو له فکر ګټه اخیستل لکه وودي آلن، وجي، کي رولېنګ، خیال لیدلو ته اعتیار بښلی دی. کله چې خیال وینئ، ستاسې ذهن د مغز په بېلابېلو برخو کې سفر کوي او اطلاعات راټولوي، چې وروسته امکان لري له یو بل سره منظم شي. دا اړیکې، په لوړ ګمان د نویو او نوښتګرو فکرونو رامنځته کېدو لامل کېږي.
 د حافظې د کړنو ښه والی
په حقیقت کې د حافظې کړنې د اطلاعاتو د بیا رایادولو ذخیره د پاشلو حواسو د ذخیره کولو پیاوړتیا ده. د وېسکانسین او Max Planck مؤسسې وروستۍ څېړنې چې د انسان مغز او پېژندګلوۍ علوم، د حافظې او خیال تر منځ تړاو ښایي.
 د چارو ښه والی او ګټه اخیستل
تر سره شویو څېړنو،« کړنو ښه کېدل» او خیال لیدلو تر منځ اړیکه ثابته کړې ده او د بار اېلان پوهنتون څېړنو ښودلې چې:« خپل سري فرمانونو فکرونه او خپل سرې انګېزې په کاري وړتیا مثبت او هم مهاله اغېز لري». چې له خپل سره فکرونو او انګېزو د هغوی موخه هماغه خیال لیدل دي.
 تر نورو به روغ اوسئ
د تر سره شویو څېړنو پر بنسټ، خیال لیدل په ټيټه کچه د هېپوتیزم ډول دی. د خیال لیدلو په وخت، کم فشار او استرس تجربه کوئ، چې همدا ستاسې د رواني سلامتیا په معنا ده. د خیال لیدلو په واسطه د خفګان د کمولو یو بله حلاره، مخکنی چمتووالی دی.
که چېری د نوې تجربې کولو هوډ لرئ( لکه د لومړي ځل لپاره کار ځای ته داخل شئ) کولای شئ په خپل ذهن یې تصور کړئ تر څو واقعي حضور لپاره، تر ټولو چمتو اوسئ. خیال لیدل همدارنګه د سالمو مغزو سره تړاو لري.د اوتیسم یا په آلزایمر اخته کسان، خپل وسي –هېپنوتېزمي نلري. خیال لیدل د دې لامل ګرځي تر څو ستاسې شپني خوبونه بڼه ونیسي او ډېر جدي یې ونه نیسي او په پای کې آرام او آسوده خوب ولرئ. اجازه ورکړئ چې شپنی ذهن مو آزاد وي نه دا چې په وحشي فضا ګانو کې اسیر وي.
 موخوته رسېدل
خیال لیدل تاسې سره مرسته کوي تر څو په آسانۍ خپلې موخې لاسته راوړئ. د خوب په وخت مو ذهن آزاد پرېږدئ ځکه پدې وخت د ستونزو د حل عصبي شبکه فعاله وي، چې د ورځې او ورځني تمرکز په وخت فعال نه وي. نو لدې امله خپلې موخې مشخصې کړئ، هغوی ته د رسېدو لپاره پلان جوړ کړئ او د خنډونو سره د مخ کېدو پر وخت مو مغز ته د مرستې اجازه ورکړئ.
 خوښ اوسېدل
د خوښ اوسېدو او د خیال لیدلو تر منځ د اړیکې یو بل لامل دا دی، چې هیله او امېد دواړه ډېر د خوند پورې اړوند او د بېځایه ځوښت محصول ذهن دی.
د یادونې وړ ده چې خیال لیدل په یو ډول نه دی. د خیال بالقوه ښېګڼو تر لاسه کولو او د هغوی ګټور تمامېدو لپاره، هڅه وکړئ د ټولو نارامیو او ورځنیو ستړیاوو څخه خلاصون ومومي. مونږ ټول همدا چاره تر سره کوو، نو بیا خجالت مه باسئ. په هغه صورت کې چې ناڅاپه د خپلو غاښونو ژولوته مو پام شو، د خپلې راتلونکې لیدنې په اړه مو وېروونکي تصورات ذهن ته راځي او یا هره شېبه د رییس خبرو په اړه چې تاسې ته یې ویلي فکر کوئ. هڅه وکړئ د خپلو فکرونو لړۍ ته مو بدلون ورکړئ او مثبت فکرونه یې ځای ناستي کړئ. نوی لوری مو افکارو ته غوره کړئ، تر څو ترې ګټه واخلئ.
سرچینه: آکسان پالاس