دېرش کلنۍ ته تر رسېدو دمخه مو باید دا ۱۱ درسونه زده کړي وي!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
هغه چي وايي ژوند کښته پورته او لوړي و ژوري لري، رښتيا دي. هر څونده چي د انسان عمر زیاتېږي، هغونده ئې تجربه هم زیاتېږي، فکر او آند ئې تغیرېږي او نور نو د ماشومتوب په رقم هیلي او آرزوګاني نه لري. تغیر ډېر ښه دئ خو چي پر سمه طريقه او خوا باندي وي او انسان خپلو لوړ اهدافو ته ورسوي.
ددې له پاره چي د خپلي ځوانۍ د پیل سره سم وکولای سو د ژوند د سهي طریقې سره آشنا سو، باید داسي څه زده او تمرين کړو چي عقل او زړه ئې دواړه مني. په همدې خاطر موږ په نننۍ ليکنه کي هغه څه راټول کړي دي، چي يو انسان ئې باید تر دېرش کلنۍ دمخه زده کړي. زموږ سره اوسئ.
۱ـ پر دې پوه سئ چي اړیکي او دوستۍ تغیر کوي
حتا ډېري نژدې اړیکي او دوستۍ هم د وخت په تېرېدو سره تغیر کوي. انسانان نه سي کولای چي همغسي اړیکي او دوستۍ ولري لکه دمخه چې لرلي دي. حتی که له يوه چا سره مو په کلونو هم وخت تېر کړی وي، يو له بل څخه تر جلا کېدو وروسته، ستاسي اړیکي او حواس تغیر کوي. یا مثلاً د ښوونځي همصنفيان او ملګري مو نور هماغه کسان نه دي لکه په مکتب کښي چي تېر سوي ياست. په خاصه بیا که واده وکړئ، تر هر وخت ډېر مو د دوستۍ او ملګریتوب په اړه طرز فکر تغیر کوي. ځکه نو، ددې پر ځای چي له دې ډول تغیراتو سره په جنګ سئ یا پر تېر باندي آفسوس وکړئ، ځان له دې تغیراتو سره عیار کړئ او کوښښ وکئ چي د دوستانو او ملګرو له حضوره مو د تجربې حاصلولو او خپل د علم سطحي لوړولو له پاره ګټه واخلئ.
۲ـ ډېر عاطفي او رومانتیک مه اوسئ
عاطفي اوسېده ښه دي خو ډېر رومانتیک اوسېده، خسته کوونکي دي. په ژوند کي باید هیجان وي. کله چي هرڅه آرام او په خورا بهترين حالت کي پر مخ ځي، تر لنډي مودې وروسته حوصله ختمېږي او هرڅه خسته کېږي. په خپلو اړیکو او ارتباطاتو کي څرګند او واقعي اوسئ؛ په دې معنی چي کله مینه ناک او عاشقانه احساس نه لرئ، ضرور نه ده چي ځان مجبور کړئ څو مینه ناک او عاشقانه معلوم سئ. ډراماتیک فلمونه کتل، آرامه موسیقي اورېدل، عاشقانه او مینه ناکي خبري، زیاته مهرباني او… دا ټول ډېر ښه دي خو باید توازون او تعادل پکښي مراعات سي. مې هېروئ چي انسان ته تر تکرار تنوع او هیجان ډېر خوند ورکوي.
۳ـ د ښځو مدافع وکيل/ه اوسئ
له خپلو ښځینو دوستانو څخه ملاتړ وکړئ. ضرور نه ده چي فیمینسټ اوسئ یا د ښځو د حقوقو په دفاع کي مبالغه وکړئ، دوندي چي د هغوی اړتیاوي درک او تر يوه بریده ئې ور پوره کړئ، بس او کافي دي. په نړۍ کي يوه له ډېرو بهترینو لحظو څخه دا ده چي ښځي يوه له بلي سره خوشحالي او متحدي وي. متاسفانه په نننۍ نړۍ کي ښځي يوه له بلي څخه لېري کېږي، خو که د ښځتوب یا ښځي اوسېدو څخه سهي درک ولرئ، د خپلو همنوعو سره به مو اړیکي لا پیاوړي او بهتري کړي وي.
۴ـ د خپلو احساساتو له پاره دلیل ولټوئ
مثلاً که هر وخت پر انسټاګرام باندي د خپلي پیشي عکس پورته کوئ، حتمن له حیواناتو سره مينه لرئ. نو له حیواناتو څخه د حمایت په سازمانونو کي غړیتوب واخلئ او په داوطلبانه ډول ددې کمزورو موجوداتو سره مرسته وکړئ. همدارنګه که مو فوټبال د ژوند تر ټولو ډېره د خوښي او ساتېري لوبه وي، په همدې لاره کي خپل تګ او فعاليت ته ادامه ورکړئ. مثلاً، د فوټبال د يوه ټیم روزونکي سئ. او داسي نور بېلابېل کارونه چي تاسي ته مثبته روحیه درکوي. خپل هیجانات او احساسات مو په يوه مشخص مسیر کي لارښوونه کړئ څو په ژوند کي لا ډېر بريالي اوسئ.
۵ـ په مجازي نړۍ کي مو خپل ژوند مه تېروئ
که يو/ه له هغو کسانو څخه ياست چي خپل شېبه په شېبه احساسات مو پر فېسبوک یا نورو ټولنیزو شبکو کي شریکوئ، سپارښتنه کوو چي له دې کاره لاس واخلئ. ددې پر ځای چي وخت مو له مبایل او لیپ ټاپ سره تېر کړئ، خپلو ملګرو او دوستانو ته زنګونه ووهئ. له هغوی سره یوځای راجمع سئ، پارک يا … ته ولاړ سئ او د شنو زعفراني او ایلیانو چایو چښلو سره پر څنګ یو له بل سره د خپلو ناراحتیو یا خوشحالیو په اړه خبري وکړئ. وخت مو په مجازي نړۍ کي مه تلفوئ. د ژوند له واقعیتونو څخه په واقعي نړۍ کي خوند واخلئ.
۶ـ د یوازیتوب له وختونو هم خوند واخلئ
مثلاً هرکله چي په يوه نه يوه دلیل يوازي ياست، ددې پر ځای چي د غمونو په ټال کي وځنګېږئ او همېشه ورځ پر ځان نفستګېه کړئ او بیا وخت او ورځي ته بد وایاست، پر دې فکر وکړئ چي د ځان سره د خلوت کولو له پاره موکې په لاس درغلې ده. د ځان سره د خپل زړه پر غوښتنو، آرزوګانو، راتلونکو پلانونو او حتی پر خپلو اړیکو باندي فکر وکړئ. يا فلم وګورئ. کتاب مطالعه کړئ. پر دې پوه سئ چي په یوازیتوب کي هم داسي ډېر کارونه کولای سو چي د تصور خلاف په زړه پوري او خوند بخښوونکي هم دي.
۷ـ ځان له ځان سره پرتله کړئ!
له دې جملې څخه مو هدف چشي دئ؟ دا چي په دې عمر کي تقریباً د انسان ډېری دوستانو واده کړی وي او اولادونه لري، یا د کسب و کار او عوایدو په لاس راوړلو په حال کي وي. ځیني وختونه کېدای سي ځانونه له هغوی سره پرتله کړئ او کېدای سي چي د بل چا په ژوند مو کست وسي. خو مې هېروئ چي د ټولو انسانانو د ژوند موقعیتونه ځله بېل دي. هیڅوک نه سي کولای چي د بل چا پر ځای باندي اوسي. د انسانانو فکر، علاقه، احساسات، روحیه او عواید ځله متفاوت دي. په همدې سبب کېدای سي ستاسي په عمر دوستان او ملګري مو، کاملاً ستاسي سره فرق ولري. نو ضرور نه ده چي ځانونه له نورو سره پرتله کړئ، بل لا ځانونه تر ذره بین لاندي راولئ. وګورئ چي ستاسي واقعي ژوند له هغه څه سره چي تاسې غواړئ څوندي ورته والی لري! آیا توانېدلي ياست چي خپلي دروني غوښتني حاصلي او برآورده کړئ؟
۸ـ د ژوند له ډېرو بدترینو سناریوګانو څارندوی اوسئ
له شک پرته کله چي دېرش کلنۍ ته رسېږئ، په ژوند کي له ډېرو بدترینو ترخو تجربو سره مخامخ سوي ياست: په مینه کي له ماتي څخه نیولې بیا له کاره تر وتلو او… پوري خو له دې ټولو هیڅ یوه ئې تاسي له پښو نه ياست اچولي. مې هېروئ چي هغوی ټولي داسي تجربې دي چي د بلي پلا له پاره سمه پرېکړه وکړئ. نو په تېرو غلطیو کي مو ذهن مه راګیروئ او یوازي هغوی ته د یوې تجربې په نظر وګورئ. هماغه همېشنۍ خبره له ځانو سره تکرار کړئ: د کامیابۍ ځینې د ناکامۍ له خښتو جوړي دي، او په رشتیا هم داغسي ده. کله چي تر هري ماتي وروسته، تاسي د ژوند په واقعیتونو پوهېږئ، ولي ناهیلي سئ؟ باید لا درس واخلئ او هره ورځ مو د ماتیو شمېر راکم او کمتر کړئ.
۹ـ اسراف مه کوئ
باید خپلو مصارفو ته حساب وکړئ. ددې پر ځای چي د هفتې په پای کي د ملګرو سره رستورانت ته ولاړ سئ، تر دې يوه بله آرزانه لاره پیداکړئ. خپل مصارف مو یاداښتوئ. د خپلو عوایدو يوه برخه سپما کوئ. د جامو، لوښو او… په رانیول کي افراط مه کوئ. په دې پوه سئ چي دا وخت د پیسو جمع کولو او پرمختګ دئ. اوس د ډېر کار کولو توانايي لرئ او د عمر په ډېرېدو سره مو انرژي او توان هم کمېږي. نو په حساب او کتاب سره مو لګښت وکړئ.
۱۰ـ رښتینولي خورا بهترین سياست دئ
په دې پوه سئ چي رښتيني اوسېدل او حقیقت څرګندول د انسانانو له خورا ارزښتمنو ځانګړنو څخه دي. دا کار له عمر سره هم اړیکه نه لري. د هر عمر چي ياست، خو چي رښتیني او صادق ياست او بېهوده درواغو او خلاف ورزیو څخه ځانونه ساتئ، د خپلو دوستانو او پرشاوخوا کسانو په منځ کي به لا ډېر محبوبیت پیداکړئ. خو که وکولای سئ دا ځانګړنه تر دېرش کلنۍ دمخه په خپل وجود کي وروزئ، مطمئین اوسئ چي په ژوند کي به لا ډېر پرمختګ او بریالیتوب وکړئ. مثلاً که د کوم ملګري کور ته بلل سوي ياست ددې پر ځای چي بهانه وکړئ یا درواغ ووایاست، صفا او ښکاره ووایاست چي ځئ یا نه ځئ. يا که په کارځای کي د کوم کار کولو توانايي نه لرئ، سپین او پرته له کوم ډاره ووایاست چي نه پوهېږئ. ضرور نه ده چي د خپلو افکارو په اړه د نورو سره خبري وکړئ، او نه هم ضرور ده چي خپل شخصي مسایل بيان کړئ، یوازي رښتيا ویونکي اوسئ. کله چي رښتیني او صادقه اوسئ، نور هم لا ډېر ستاسي سره محبت پیداکوي.
۱۱ـ ډېر سبزیجات وخورئ
سالم او ښایسته اندام لرل د ټولو انسانانو ګډه غوښتنه ده. ددې کار له پاره باید له ډېر کوچنیوالي څخه باید د کمو خو سالمو خوراکونو خوړل د ځانو عادت جوړ کړئ. تر چټکو (Fast Food) او ناسالمو دباندینیو خوراکونو چي په دې عمر کي ځوانان خورا ورته مایل دي، پر ځای مېوه او سبزیجات وخورئ.