د هندي فلمونو افسانوي ستورې سريديوې مړه شوه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د بالیوډ افسانوي او ښکلې لوبغاړې سریدوي نن له نړۍ سترګې پټې کړې.
راپورونه وايي چې دا نامتو اکټره په دوبۍ کې وه چې د سینې په قفس کې د سخت درد تر شکایت وروسته یې ساه ورکړې. ګومان کیږي چې نوموړې د زړه سختې حملې وژلي وي.
د سریدوي لېور سنجي کپور د نوموړې د مړینې خبر تایید کړی دی.
نوموړې ۵۴ کلنه وه او په لسګونه فلمونو کې یې ډیر مشهور رولونه لوبولي دي.
ویل کیږي چې سريدیوي د خپلې یوې کشرې لور خوشي او خاوند بوني کپور سره دوبۍ ته د خپلوانو په یو واده کې د ګډون لپاره تللي وه، چې هملته پرې د زړه حمله راغلې او مړه شوې ده.
ویل کیږي چې دا مهال په ممبيي کې د سريدیوي د کور شا او خوا د نوموړې مینه والو او خواخوږي د تعزیت لپاره راټول شوي دي. د هندي رسنیو د راپورونو ترمخه دا مهال په ممبيي کې د هغې مشره لور جانوي پاتې ده، چې د یو فلم د شوټینګ په خاطر له نورې کورنۍ سره دوبۍ ته نه وه تللې.

سریدوی د شري اما په نوم زیږیدلې وه او خپل لومړی کار یې له تامیلې، ټیلګو، او ملایلم ژبو له فلمونو پیل کړی وو.
نوموړې د ماشومې اکټرې په توګه کار پیل کړی او د هند په سینما کې د لومړنۍ ښځینه سوپرسټار په توګه وځلیده. د هند حکومت نوموړې ته په ۲۰۱۳ م کال کې پادما شري ایوارډ ورکړ چې ددې هیواد څلورم تر ټولو لوړ ملکي ایوارډ دی.
د هند د سینما دې افسانوي اکټرې د چاندني، لمحې، مسټر اینډیا، نګینا، خدا ګواه، او په ۱۹۹۰ کلونو کې په نورو غوره فلمونو کې د بهترین کار له کبله د میلونو خلکو زړونه کټلي وي.

نوموړې څه وخت له سینما لرې وه خو په دې وروستیو کې بیرته سینما ته ستنه شوه، په ۲۰۱۷ م کال کې یې اینګلیش وینګلیش فلم د خلکو ډیر خوښ شو. د هغې وروستی فلم مام ( مور ) و .
د هغې په اړه په هندي رسنیو کې په دې وروستیو کې د پلاستیکي جراحۍ راپورونه خپریدل.