د ټولنې په رغون کې د ښځې ونډه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

نارينه او ښځي د ژوند ستنې او د بشري تاريخ مصدرونه دي.
د ښځې پرمختګ د ټولنې په پرمختګ پورې تړلى دى.
ښځه مور ده چې د عمر ډيره برخه د خپل ماشوم په روزنه او پالنه کې تيروي.
ښځه د ټولنې په رغون کې مهم رول لري او ډيره مهمه وسله يعنې د مور ولۍ غريضه ورسره ده.
مور ماشوم روزي، يوه کورنۍ جوړوي ماشومان چې لويان شي د ټولنې په مختلفو برخو کې کار کوي .
که يوه عالمه او پوهه مور وي لکه نازو انا،زرغونه انا او…..د هغوى ماشومان هم پوه او ذهين راځي کلي، ولس او ټولنې ته يې خير رسيږي، په قوانينو پوهيږي، د علم او پوهې له پاره کار کوي، قوانين پلي کوي چيرته چې پوهه وي چيرته چې د قوانينو درناوى وي هلته انساني ژوند ښکلى وي چيرته چې انساني ژوند ښکلى شو هغه ټولنه ترقي کوي.
د مترقې او مهذبو ټولنو خير ټول بشر ته رسيږي.
مور تل هڅه کوي چې خپل ماشوم د هر راز درد، رنځ، ظلم او د بې عدالتۍ په مقابل کې پياوړى کړي.
د ليکنې په دې برخه کې درسره د خپلې مور يوه خاطره شريکوم.
ډيره وړه وم چې د پلار له خواږه سيوري بې برخې شوم.
تقدير به همداسې و.
شايد خداى ته به دا منظوره وه چې د سختي په بټۍ کې ويلې شم او بيرته په نوې څيره کې را څرګنده شم.
مور مې لکه د هرې پښتنې مور، پالنه وکړه.
په کلي کې اوسيدلم، د شنو پټيو په منځ کې مې کور و، د کور مخې ته د اوبو وياله بهيدله.
پر دې سيمه خداى د طبيعت هره ښکلا لورولې وه،خو زه پکې بې پلاره وم!!!
مور مې د چا منت ته پرينښودم، د چا احسانمنه يې نه کړم.
چې په ښو او بدو پوهه شوم ښوونځي ته يې وليږلم.
هغه ورځ مې هم په ياده ده چې مور مې راته د ټوکر نه بکسه جوړه کړه، ډيره ورته خوشاله وم.
ورځې واوښتې، شپې تيرې شې، مياشتې کلونه تير شول او زه هم له دولسم ټولګي نه فارغه شوم.
په ليسه کې استاده شوم .
مور جانه مې ډيره خوشاله شوه.
هغې سواد نه لاره، خو کوښښ يې دا و چې موږ با سواده رالوى شو.
نو مبالغه به نه وي چې ووايم: د ښځې پرته د انساني ټولنې رغون ناممکن دى