فوټبال: ریال ماډریډ د اتلاتیک ماډریډ څخه سخته ماته وخوړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د انټرنیشل چمپېنز کپ یا د نړیوالو کلبونو ترمنځ د دوستانه سیالیو په لړ کي نن سهار دوې هسپانوۍ لوبډلي ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي ریال ماډریډ ۷ ګولونه پر ۳ د اتلاتیک ماډریډ څخه سخته ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي د اتلاتیک ماډریډ لپاره کاسټا ۴، پلیکس، کوریا او ویټولو بیا یو ـ یو ګول وواهه.
د ریال ماډریډ لپاره بیا ناچو پرناندز، کریم بنزیما او خاویر هرناندز ګولونه ولګول.
په نړیوالو وتلو فوټبال کلبونو کي دا ډېر کم پېښیږي، چي یوه لوبډله دي په دومره ګولونو لوبه وبایللي.
ریال ماډریډ تر دې مخکي ددې دوستانه سیالیو په لړ کي د بایرن مونیخ څخه ۳ ګولونه پر ۱ ماته وخوړه، خو آرسنال سره ئې بیا لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو مساوي پاي ته ورسوله، چي وروسته ئې په پینالټيو کي یادي لوبډلي ته ماته ورکړه.
ددې دوستانه سیالو موخه داده، چي د فوټبال راتلونکو نړیوالو لیګونو ته پوره چمتوالی ونیول سي.
د هسپانیا لیګ لالیګا، د انګلستان لیګ پرېمرلیګ، د ایټالیا لیګ سیر اې، د فرانسې لیګ ون او د جرمني هیواد لیګ بوڼډیسلیګا هغه پنځه مشهور لیګونه دي، چي د نورو هیوادونو ترڅنګ ئې دلته افغانستان کي هم زیات شمېر د فوټبال مینوال لوبي ګوري.
یاد لیګونه راتلونکې اګسټ میاشت کي پېلیږي.