افغان ۱۶کلن فوټبال ټیم خپله لومړۍ لوبه مساوي کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي په آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون جمعه د قرغزستان په وړاندي ترسره کړه، چي یاده لوبه ئې د قرغزستان سره ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسوله.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي په یاده لوبه کي د افغان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لپاره رامین امیري او ذکریا حسیني ګولوهني وکړې.
افغانستان په دې سیالیو کي خپله دوهمه لوبه نن مازدیګر ۵:۳۰ بجې د ترکمسنان په وړاندي ترسره کوي.
ټاکل سوې چي افغان ۱۶ کلنه ملي لوبډله خپله دریمه لوبه د جولای په ۲۹مه د ایران په وړاندي، څلورمه لوبه د جولای په ۳۰مه د ازبکستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه د کوربه تاجکستان په وړاندي ترسره کړي.
یادې لوبي پرون جمعه د تاجکستان په دوشنبې ښار کي د افغانستان، قرغزستان،  تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان هیوادونو ترمنځ پيل سوې.
دا لوبي د اګسټ میاشتي په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.